1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ایټالیا کې د انساناني قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي

۱۳۹۶ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ په ایټالیا کې دوه کسان د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوي. دغه کسان وروسته له هغه ونیول شول چې په سمندر کې د اوونۍ په وروستیو ورځو کې د ۲۶ مهاجرو مړي وموندل شول.

https://p.dw.com/p/2nAKD
Flüchtlinge vor Sizilien ertrunken 30.09.2013
انځور: Reuters

موندل شوي جسدونه د نجونو دي چې عمرونه یې هم د ۱۴ او ۱۸ کلونو په منځ کې ښوول شوي. داسې ښکاري چې دغه نجونې د نایجریا هیواد اتباع دي. دغه جسدونه او ورسره ۳۷۵ نور ژغورل شوي کسان د دوو تورنو کسانو سره یوځای د یکشنبې په ورځ د ایټالیا سالرنو جنوبي بندر ته انتقال شوي دي.

د انسا خبري آژانس د سالرنو ښار د څارنوالانو په حواله ویلي چې د تورنو انساني قاچاقبرانو له ډلې څخه یو یې د مصر او بل يې د لیبیا هیواد اتباع دي او دوی دواړو په ګډه د کښتۍ په واسطه د ۱۵۰ کسانو د انتقال چارې تنظیم کړې وې.

انسا خبري آژانس همدا راز رپوټ ورکړی دی چې له پیښې څخه ژغورل شوو کسانو پلټونکو ته وویل، کله چې د دوی د سپرلۍ کښتۍ د ژغورنکې کښتۍ له لخوا وموندل شوه، لږ تر لږه ۱۰ کسان سمندر ته وغورځیدل او لا درکه شول.

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې دغه ۲۶ موندل شوي جسدونه د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې او یا د د ژغورنې د نورو عملیاتو په لړ کې موندل شوي دي.

بل لوري ته بیا، د سمندر د څار په نامه د مهاجرو د ژغورنې آلماني خیریه سازمان ویلي دي چې دوی د ژغورنې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې د لیبیا د ساحلي ساتونکو له خوا له ګډوډۍ سره مخامخ شوي ول، ۵۸ انسان ژغورلي او لږ تر لږه ۵ مهاجرینو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د «سي واچ» په نوم دغه آلماني سازمان په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: «د لیبیا ساحلي ګارد د کډوالو او ژغورنکې کښتۍ ته ورغلل او له کښتۍ څخه یې خلک ونیول او ویې وهل او ويې ګواښل.»

یاد آلماني سازمان همدا راز ویلي دي چې د لیبیایانو لخوا دغه نا څاپه کار ستونزې را ولاړې کړې او یو شمیر مهاجرین له کښتۍ څخه وغورځیدل. دغه سازمان همدا راز زیاته کړې چې د ایټالیا د سمندري ځواکونو یوې څرخي الوتکې مداخله وکړه، څو لیبیایان آرام کړي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: