د ۲۰۱۷م کال د حج په مراسمو کې د افغان حاجیانو شمیر
سږ کال د حج په مراسمو کې د تیرو کلونو په پرتله د افغان حاجیانو ګډون خپلې نوې کچې ته رسیدلی دی. سعودي عربستان ویلي چې د حج په مراسمو کې د زیارت کوونکو شمیر اوس یوه نوي لوړ ریکارډ ته رسیدلی دی.
سعودي عربستان ویلي چې سږ کال د حج په مراسمو کې د نړۍ له ټولو هیوادونو څخه شاوخوا ۲ میلیونه زیارت کوونکي دې هیواد ته راغلي دي.
د روان کال د حج د مراسمو په ترڅ کې په منا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او زیارت کوونکو ته ښه خدمتونه وړاندې کيږي. افغان حاجیان هم له دې خدماتو راضي ښکاري.
افغان حاجیان وايي چې د سږ کال د حج په مراسمو کې خدمات ښه شوي دي. روان کال له افغانستان څخه د تیرو کلونو په پرتله ډیر حاجیان سعودي عربستان ته رسیدلي دي. په مکه مکرمه کې یو افغان حاجي فضل احمد سکندري دویچه ویله ته وویل چې «د تیر ځل په پرتله چې زه د حج له پاره راغلی وم، دا ځل ډیر کارونه شوي دي او د خدای شکر دی چې افغان حاجیان هم دلته راضي دي.»
افغان حاجیان وايي چې د حج د مراسمو له سږنیو امیني تدابیرو راضي دي. سعودي عربستان ویلي چې د حج د مراسمو د امنیت له پاره یې ۱۰۰ زره امنیتي ځواکونه پر دنده ګمارلي دي.
افغان حاجیانو د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت له کړنو او فعالیتونو هم خپله خوښي څرګنده کړې. په دې هکله فضل احمد سکندري وویل چې «په هر صورت د حاجیانو د ډیر شمیر له امله ښايي په ځینو برخو کې ستونزې موجودې وي، خو سږ کال د افغانستان د حج او اوقافو وزارت فعالیتونه د ستاینې وړ دي.»
که څه هم په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو په ترڅ کې د امنیتي وضعیت له کبله اندیښنې موجودې دي، خو اتل هیواد چې یو بل افغان حاجي دی دویچه ویله ته وویل چې «امنیتي وضعیت ښه دی.» هغه وايي چې په هغه موده کې چې زه دلته یم ما تر اوسه پورې یو وسلوال پولیس نه دی لیدلی او پولیس یوازې خلکو ته لار ښوونې کوي.
اتل هیواد وايي چې د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت د شمیرو له مخې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله شپږ زره ډیر حاجیان سعودي عربستان ته د حج د ادأ کولو له پاره رسیدلي دي. هغه وايي: «سږ کال له ۳۶ زره څخه ډیر حاجیان د دې وزارت له خوا په بیلابیلو پروازونو کې په بریالۍ توګه سعودي عربستان ته انتقال شوي دي. سږ کال د تیرو کلونو په پرتله د افغان جاجیانو شمیر ۶ زره ډیر دی.»