د ۲۰۱۶م کال ډېري ښې اختراعوي
په ۲۰۱۶م کال په نړۍ کي ځيني داسي اختراعوي وسوې چي انسانان به زيات وخت ترې ګټې وويني. له دغو څخه ځيني يې دلته په انځورونو کي کتلای سئ:
د ثقل د قوې د څپو تلاښ
د ۲۰۱۶م کال په جون مياشت کي په لومړي وار د ثقل قوې څپي اندازه سوې. البرت آينشټاين په ۱۹۱۶م کال کې لا د دغو څپو د شتون خبره کړې وه. کارپوهان فکر کوي چي د دغو څپو تر موندني وروسته به اوس د کايناتو د جوړښت په هکله د ځينو نويو معلوماتو ور پرانيستل سي.
درو انسانانو يو اولاد وزېږاوه
د ۲۰۱۶م کال په می مياشت کي په لومړي ځل د دوو مېرمنو له تخم او د يو نارينه له سپرم څخه د يوه ماشوم د زېږون امکان برابر کړل سو. په مکسيکو کي زېږېدلی دغه ماشوم بشپړ روغ رمټ دی. ساينسپوهان ادعا لري چي په دې توګه پيدا کيدونکي ماشومان د مور له خوا له موروثي ناروغيو څخه ساتل کيدای سي.
انساني اعضا د خنځير په بدن کي
امريکايي ساينسپوهان په ۲۰۱۶م کال کي په دې وتوانېدل چي د خنځير په بدن کي انسان اعضاوي وپالي. د جينز يا د موروثي کوډ په بدلولو سره ساينسپوهانو د خنځير بدن ته انساني حجره داخله کړه او تر ۲۸ ورځو وروسته د دغه خنځير په بدن کي انساني اعضا د تيارېدو په حال کي سول. ساينسپوهان هيله لري چي له دې لاري ښايي د ترانسپلانت له پاره د انساني اعضاؤ د کمښت ستونزه کمه سي.
له کاربن دای اکسايده ډبري
په چاپيريال کي د بدلون د ستونزي په تناظر کي له ساينسي نړۍ څخه يو ښه خبر هم سته. د آيسلند هيواد ساينسپوهان په دې توانېدلي چي کاربن داي اکسايد چي د چاپيريال له پاره مضر او د تودوښي د ډېرښت لامل بلل کيږي، د اهاکو په يوه ډبره بدل کړي. خو دغه ميتود ډېر قيمتي دی او معلومه نه ده چي ايا راتلونکی به ولري که څنګه.
د هيليم ګاز زېرمي
په تانزانيا کي د هيليم ګاز زېرمو تر موندل کېدو وروسته طبي ساينسپوهان ډېر خوشاله دي. د الوتکو ټايرونه او بالونونه په دغه ګاز ډکيږي. د دې تر څنګ د ايم آر وای طبي معايناتي دستګاه له پاره هم دغه ګاز اړين وي. خو په نړۍ کي د دغه ګاز کمښت احساسيدی.
د اېچ آی وي پر ضد ممکنه واکسين
په روان مېلادي کال کې ساينسپوهانو وويل چي د ايچ آی وي د له منځه وړلو احتمالي توان لرونکی واکسين يې جوړ کړی دی. دمګړی په هند، جنوبي افريقا او ځينو نورو هيوادونو کي پر دغه واکسين پلټني ادامه لري. له ايچ آی وي څخه د ايډز وژونکې ناروغي رامنځ ته کيږي.
د معلوماتو زېرمه تون
د انټرنټ او معلوماتو د زياتوالي له کبله د دغو معلوماتو زېرمه کول ورځ تر بلې يوه لويه ستونزه ګرځي. خو اوس په امريکا متحده ايالاتو کي ساينسپوهان د داسي يو کوارتس ښيښې په جوړولو بريالي سوي دي چي پکښي ۳۶۰ تيرابايت معلومات ثبتېدلای سي. تر زرو درجو تودوښي پوري دغه ښيښه ثبت سوي معلومات ساتلای سي. له دغه جوړ لوی دسکونه به لامحدوده معلومات ثبت کړلای سي.
د بيا استعمال وړ توغندی
په امريکا کي د سپېس ايکس په نوم خصوصي شرکت نړۍ ته داسي توغندی وړاندي کړ چي بيا استعمالېدلای سي. دغه راکټ نړيوال خلايي مرکز ته وتوغول سو او بېرته پر مځکه خپل پلېټ فارم ته راورسېد.
په هايپر لوپ کي سفر
د «هايپر لوپ» په نوم امريکايي کمپنۍ په ۲۰۱۶م کال کي خپله نوې تکنالوژي نړۍ ته معرفي کړه. د دغه طرحي له مخي به مسافر په ساعت کي۱۱۵۰کلومتره واټن سفر وکولای سي. د ياد مقصد له پاره به د سوپر سونک رفتار وړتيا لرونکي پرېشر ټيوب يا نلونه په کار واچول سي.