1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوه افغان او بهرني سرتیري تر منځ نښته وشوه

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ آبان ۴, شنبه

په کابل کې د یوه افغان او د ناټو د یوه سرتیري ترمنځ په نښته کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې ده. دغه خبر افغان او ناټو چارواکو تائید کړی دی. د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند د دغې نښتې لامل یوه لفظي شخړه ګڼلې ده.(آرشیف انځور)

https://p.dw.com/p/1A6cp
انځور: Reuters

د افغان او ناټو چارواکو د وینا له مخې د کابل په څنډه کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۲۶) د افغانستان د ملي پوځ او د نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک (ایساف) د دو سرتیرو تر منځ خونړۍ نښته وشوه. د لومړیو رپوټونو له مخې په دغه نښته کې لږ تر لږه یو افغان سرتیری وژل شوی دی او څو نور تنه بیا ټپیان شوي دي.

په کابل کې د ناټو د مطبوعاتي دفتر څخه یوه ویاند د تلیفون له لارې د دغه رپوټ پخلی وکړ. دغه ویاند چې دویچه ویله ته یې خپل نوم ونه ښود دومره وویل: «زه هغه رپوټونه تصدیقوم چې د ایساف د ځواک یو سرتیری د یوه شخص له خوا چې د افغانستان د ملي پوځ یونیفورم یې پر تن وو، حمله وکړه. ایساف ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او مشکوک وسلوال سړی وژل شوی دی.»

دغسې پیښو چې «دوست- دښمن» او یا د «داخلي بریدونو» په نامه یاد شوي دي د ناټو تر مشرې لاندې د نړیوال ائتلاف او د افغانستان د حکومت ترمنځ وخت په وخت اړیکې سختې خړې پړې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند، دولت وزیري هم د دې پیښې پخلی کړی دی او رسنیو ته یی وویل :«په یوه پوځي اډه کې د یو افغان او بهرني سرتیري ترمنځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه. له هغې وروسته هغوی پر یو بل باندې په ډزو لاس پورې کړ.»

«داخلي بریدونه» په تیرو میاشتو کې زیات شوي دي. د سپتمبر د میاشتې له ۲۱ نیټې راهیسې لږ تر لږه د دا ډول پنځو حملو رپوټ ورکړل شوی دی. د روان میلادي کال د پیل څخه تر نوموړې نیټې پورې دا ډول ۱۱ پیښې رامنځ ته شوي دي.

تیر کال په اصطلاح د داخلي بریدونو زیاتوالي ائتلافي ځواکونه دې ته اړ کړل، چې په لنډه توګه له افغان ځواکونه سره خپل ګډ عملیات چې د هغوی د ماموریت د بنسټ ډبره جوړوي، ودروي او د ځواکونو ترمنځ پر راشه درشه باندې محدودیتونه ولګول شول.

د رویترز خبري آژانس ته د پوځ یو ستراتیژیست چې نوم یې نه دی افشا شوی ویلي دي: «که چیرې دغه ډول پیښې زیاتې شي، نو دا به د ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د ائتلافي ځواکونو پر پلان باندې ډیره ناوړه اغیزه ولري.»

د راتلونکي میلادي کال تر پایه به ټول بهرني جنګي سرتیري له افغانستان څخه ووځي، خو د ائتلافی ځواکونو یو محدود شمیر به د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د روزنې په مقصد په افغانستان کې پاتې کیږي.

په عین وخت کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د یوه پلان شوي امنیتي تړون یو لړ اختلافي موضوعات لا تر اوسه حل شوي نه دي. واشنګټن ګواښ کړی دی که چیرې دغه موضوعات حل نه شي، نو خپل ټول سرتیري به له افغانستان څخه وباسي. دوه کاله مخکې کله چې له عراق سره هم د متحده ایالاتو پر یو پلان شوي امنیتي تړون باندې روغه جوړه ونه شوه، نو ټول امریکایي سرتیري له نوموړي هیواد څخه ووتل.