1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یونان لومړي وزیرله یوه افغان مهاجر ماشوم سره ولیدل

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

د یونان لوموړي وزیر یو افغان مهاجر ماشوم خپل کاري دفتر ته ور وباله. ویل کیږي هغه کور چې د دغه مهاجر ماشوم کورنۍ په کې اوسیده، د خارجيانو ضد کسانو له خوا له برید سره مخامخ شوی وو.

https://p.dw.com/p/2n50h
FACEBOOK Screenshot Griechenlands Ministerpräsident Alexis Tsipras hat einen afghanischen Flüchtlingsjungen empfangen
انځور: facebook/tsiprasalexis

د یونان لومړي وزیر الکسیس څیپراس، یو افغان مهاجر ماشوم خپل کاري دفتر ته ور وباله او هغه ته یې ښه راغلاست ووایه. امیر یو ۱۱ کلن افغان مهاجر دی چې د یوه رسم ګذشت د پروګرام په ترڅ کې د خپل ښوونځي له خوا د یونان بیرغ د لیږدولو له پاره انتخاب شوی وو.

دا پروګرام په یونان کې له دویمې نړیوالې جګړې څخه د یادون په موخه جوړ شوی وو. لږ څه وروسته د ښوونځي مسئولینو پریکړه وکړه چې دغه افغان مهاجر ماشوم ته د یونان د بیرغ د لیږدولو اجازه ورنه کړي او پر ځای یې د ښوونځي اړوند یوه تابلو ورکړې وه.

دا کار د یو شمیر یوناني اتباعو او د مهاجرو د همکارو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخامخ شو. په حقیقت کې دې چلن د یونان په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام د څرنګوالي په برخه کې یوه نوي بحث ته لاره پرانیسته.

FACEBOOK Screenshot Griechenlands Ministerpräsident Alexis Tsipras hat einen afghanischen Flüchtlingsjungen empfangen
د یونان لومړی وزیر الیکس څیپراس، له افغان مهاجر سره د لیدنې پر مهالانځور: facebook/tsiprasalexis

په دې وروستیو کې د یونان لومړي وزیر په خپل تویتر او فیسبوک پاڼه کې له دغه افغان مهاجر ماشوم سره د لیدنې کتنې د جریان انځورونه خپاره کړي دي.

په انځورونو کې لیدل کیږي چې الکسیس څیپراس دغه ماشوم ته د یونان بیرغ د سوغات په توګه ورکوي. د تیرې جمعې په ماښام یو شمیر کسانو د دغه ماشوم پر کور تیږي او بوتلونه ور وغورځول. تر برید وروسته دغو کسانو یو یاداشت هم پریښې دی چې د نوموړۍ کورنۍ ته پکښې ګواښ شوی دی چې باید د یونان له خاورې څخه ووځي.

تر دې پيښې وروسته د یونان اړونده ادارو د ملګرو ملتونو سازمان د یوه پروګرام په چوکاټ کې د دې ماشوم د کورنۍ د استوګنې ځای هم بدل کړی دی. خو سره له دې ټولو په یونان کې ښې اړخې ډلې لکه «نیو نازي» نه غواړي چې د رسم ګذشت پر مهال دې د دغه هیواد بیرغ د یوه بهرني په وسیله ولیږدول شي.

زموږ له ارشيف څخه: