د یمن کورنۍ جګړه، وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي
یمن د کورنۍ جګړې له کبله له یوه سخت حالت سره مخامخ دی. د دغه کړکیچ له کبله تر ټولو زیات ملکي کسان اغیزمن شوي دي. پر جګړې سربیره لوږه او ناروغۍ هغه ستونزې دي چې د دغه هیواد ملکي وګړي ترې سخت کړیږي.
که څه هم د حوثي یاغیانو او د صنعا د حکومت تر منځ کړکیچ له پخوا څخه موجود وو، خو په ۲۰۰۴م کال کې د حوثي یاغیانو یوه مشر حسین بدرالدین الحوثي د پلویانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د وسلوالو کړکیچونو په ترڅ کې د دغه هیواد په شمال کې ډیر شمیر کسان وژل شوي وو. د دغو نښتو په ترڅ کې کړکیچ لا پسې زور واخیست. د حوثیانو مشر د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کوي.
له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۱۰م کاله پورې د یمن په شمال کې د حوثي یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ نښتو ادامه لرله. د ۲۰۱۰م کال د فرورۍ په میاشتې کې د نړیوالو هڅو په ترڅ کې د ښکیلو اړخونو تر منځ یو جوړ جاړی رامنځ ته شو، خو د ۲۰۱۰م کال په دسمبر میاشتې کې دغه تړون له منځه ولاړ. په همدغه میلادي کال کې حکومتي ځواکونو په شبوه ولایت کې د یاغیانو پر ضد ستر عملیات پیل کړی.
د عرب پسرلي په ترڅ کې د نورو عربي هیوادونو په څیر په یمن کې هم د حکومت ضد لاریونونه پیل شول او په پایله کې یې ولسمشر علي عبدالله صالح په ۲۰۱۱م کال کې له واکه لیرې شو. یو کال وروسته د هغه مرستیال منصور هادي د دغه هیواد نوی ولسمشر شو. په یمن کې د سیاسي تشې له کبله په دغه موده کې تندلارې ډله القاعده دغلته پیاوړې شوه.
د ۲۰۱۴م کال په جنورۍ میاشتې کې د یمن حکومت داسې یوې مسودې ته وروستۍ بڼه ورکړه، چې له مخې یې د دغه هیواد نوی اساسي قانون رامنځ ته شي. د همدغه کال په فرورۍ میاشتې کې د ولسمشر له لوري ټاکل شوي یوه پلاوي د سیاسي اصلاحاتو له مخې شپږ زونونه رامنځ ته کړل. خو حوثیان له دغو پروګرامونو خوشحاله نه وو. هغه مهال د پخواني ولسمشر صالح پلویان هم له حوثیانو سره یو ځای شول.
د ۲۰۱۴م کال په سپتمبر میاشتې کې حوثي یاغیانو پر پلازمینه صنعا باندې هجوم وروړ او د دغه ښار یو شمیر سیمې یې ونیولي. حوثي یاغیان چې ویل کیږي د ایران ملاتړ لري، د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ میاشتې کې وړاندیز شوی اساسي قانون رد کړ. د همدغه کال په مارچ میاشتې کې یوه ځانمرګي برید ۱۳۷ تنه ووژل. دا په یمن کې د داعش تندلارې ډلې لومړنی برید یادیږي.
د ۲۰۱۵م کال په مارچ میاشتې کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثي یاغیانو او تندلارو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل. د بشري حقونو سازمانونو د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د شمیر د زیاتیدو له کبله د سعودي په مشرۍ د ائتلاف پوځي عملیاتو باندې نیوکه وکړه. د دغه ائتلاف د بریدونو سربیره هم حوثي یاغیان مات نه کړی شول.
ملګري ملتونه د دغه کړکیچ له پیل راهیسې د ښکیلو اړخونو تر منځ د منځګړتوب هڅې کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه بریا نه ده تر لاسه شوې. د ۲۰۱۶م کال په اپریل میاشتې کې د ملګرو ملتونو د هڅو له کبله د حوثي یاغیانو او صنعا د حکومت د استازو تر منځ مذاکرات پیل شول، خو دغو هڅو هم کومه ګټه و نه کړه.
په یمن کې د کورنۍ جګړې له کبله د ملکي خدماتو زیر بناوو ته سخت زیان واوښت. له ۲۰۱۴م کال راهیسې تر اوسه د دغه کړکیچ په ترڅ کې لس زره کسان وژل شوي دي او نور په سلګونو زره له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی دی چې د خوراک د کمښت له کبله په ځانګړې توګه د ماشومانو د مړینې کچه لوړیدلی شي. په ټوله کې د دغه هیواد ۶۰ سلنه نفوس د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دی.
په یمن کې ۲،۲ میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ دي. د روغتیا د ناسمو خدماتو له کبله په دغه عربي هیواد کې د کلورا یا نست ناستې ناروغۍ د یوې وبا شکل غوره کړی دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې د کلورا په ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیر ۷۵۰ زرو تنو ته رسیدلی دی. په ۲۰۱۷م کال کې د څښاک د ناپاکو اوبو له کبله تر ۲۰۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ډیر شمیر هڅو سربیره هم د یمن د کړکیچ حل لا نه تر سترګو کیږي. سعودي عربستان پر دې باندې ټینګار کوي چې په نړیواله توګه د منل شوي ولسمشر منصور هادي، ملاتړ ته ادامه ورکړي. له بل اړخه بیا حوثي یاغیان پر دې باندې ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت دې رامنځ ته شي.