د یمن ماشومان له زور زیاتیو او لوږې سره په مبارزه کې
یونیسف وايي چې زور زیاتي، بې کوره کیدل، وچکالي او روغتیايي آسانتیاوو ته نه لاس رسی هغه څه دي چې د یمن خلک ورسره لاس او ګریوان دي. د یمن نږدې یو نیم میلیون وګړي له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.
له ناورینه ډک وضعیت
په وروستیو وروځو کې د یمن د ماشومانو ځینو دردوونکو انځورونو د نړیوالو پام ځان ته جلب کړی. د یمن په پلازمینه صنعا کې ډیر بستري شوي ماشومان له خوارځواکۍ څخه کړیږي.
په کال کې د په زرونو تازه زیږدلو ماشومانو مرګ
د ماشومانو له پاره د ملګرو ملتونو د صندق یا یونسف استازې میرمن مریچل رلانو په وینا، په یمن کې نږدې یو نیم میلیون ماشومان د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
د دارو درملو کمښت
د دې جنګ ځپلي هیواد وګړي د خپل ژوند د دوام له پاره، نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. د دې هیواد په روغتونونو کې د دارو درملو کمښت په ځانګړي توګه سترې ستونزې زیږولي دي. د یونسف په حواله په یمن کې په کلني ډول ۲۵ زره نوي زیږدلي ماشومان له زیږیدو سمدلاسه وروسته یا د یوې میاشتې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
جګړې چې کورنۍ له منځه وړي
د څیړونکو په نظر، په یمن کې د دوو سیمه ایزو قدرتونو ایران او سعودي عربستان ترمنځ نیابتي جګړې ادامه لري چې بیه یې بیا یمنيان پرې کوي. ایران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف بیا د عبد رب منصور هادي په مشرۍ د دولتي ځواکونو ملاتړ کوي. د دې جګړو له امله ګڼ شمیر وژل او بې کوره شوي او ورځ تر بلې وژونکې ناروغۍ هم ډیریږي.
انساني ناورین
څارونکو او د چارو کارپوهانو په وار وار سره په یمن کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی. د نړیوال خوراکي پروګرام یو له مسوولینو څخه بتینا لوشر وايي چې د یمن ناورین اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو ستر انساني کړکیچ شمیرل کیږي.
د میندو ستونزې
د نړیوال خوراکي پروګرام د مسوولینو له ډلې څخه بتینا لوشر همدا راز وایي چې په یمن کې تر یو میلیون ډیرې میرمنې میندواره دي او یا هم خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي، یوازې د نړیوالو مرستو پر مټ خپل ژوند ته ادامه ورکولی شي.
مالي مرستې
په یمن کې ناورین د دې سبب شوی چې سعودي عربستان د دې هیواد د وضعت د ښه کولو له پاره ۲ میلیارده ډالر مرسته وکړي. خو ګڼ شمیر مرستندویه سازمانونو بیا له عربستانه غوښتي چې یمن ته د مرستو د رسولو ټولې لارې پرانیزې.
د لارو تړل کیدل
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د ۲۰۱۷م کال په نوامبر میاشت کې د یمن په شمال کې د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې د مرستو د رسولو ټولې لارې تړلي دي. خو ریاض د نړیوالو تر زیاتو فشارونو وروسته ځینې بندري لارې بیرته پرانیستلې تر څو د مرستو رسول ممکن شي.
د ماشومانو مرګونه
د سعودي عربستان په مشري پوځي ائتلاف درې کاله کیږي چې د صنعا په ګډون د حوثي یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې هوايي بریدونه کوي. د یمن په کورنۍ جګړه کې نږدې ۹ زره کسان چې زیاتره یې ملکي کسان دي، وژل شوي دي. د یونسف په وینا په وژل شوو کې نږدې ۵ زره تنه بیا ماشومان دي.
د وبا ناروغۍ خپریدل
د کارپوهانو په حواله د وژونکۍ ناروغۍ یا وبا په پراخیدو سره، په یمن کې د شته ستونزو په کچه کې لا ډیر والی راغلی. ویل کیږي چې په وبا د اخته کسانو شمیر تر یو میلیون کسانو اوښتی.