1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګولن «خدمت» نومی غورځنګ او ترکيه

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ تیر ۲۶, شنبه

کله چې ورباندې کړۍ تنګه شي، نو اردوغان تل ګولن ته د پړې ګوته نيسي. د اوسنۍ پوځي کودتا تر شا هم اردوغان د ګولن د غورځنګ لاس ويني. خو هغوی دغه تور په کلکه ردوي.

https://p.dw.com/p/1JPyR
انځور: picture-alliance/dpa

د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان، د اسلامي واعظ، فتح الله ګولن پلويانو ته د کودتا د هڅې په پلمه ګوته ونيوله. اردوغان د جمعې په ماخستن د استانبول په اتاترک هوايي ډګر کې د يوې تلويزيوني خپرونې پر مهال د پوځ د يوې برخې له خوا د قدرت نيولو دغه هڅه «خيانت او ياغيتوب» وباله.

اردوغان لږ مخکې په خپله الوتکه کې هوايي ډګر ته رسېدلی و چې ډېرو خلکو يې هلته تود هر کلی وکړ. اردوغان ژمنه وکړه چې ترکيه «اشغالګرو» ته نه ورپرېږدي او دا چې «هغوی ته به دغه خيانت ډېر ګران تمام شي.»

د ګولن غورځنګ ټول دغسې تورونه در کړل. په يوه بيانيه کې چې د فرانسې له خبري اژانس سره دی، راغلي دي «موږ د ترکيې په داخلي سياست کې هر ډول پوځي لاسوهنه غندو.» زياته شوې ده چې ګولن او د هغه د خدمت په نوم غورځنګ له څلويښتو کلونو راهيسې د سولې او دموکراسۍ له پاره کار کوي.

د اردوغان اوږدمهاله د لارې مل

اسلامي واعظ، فتح الله ګولن ډېر کالونه د محافظه کار حکومتي «آي کی پي» ګوند پلوی وو. په ۲۰۱۳ کال کې يې له اردوغان څخه فاصله ونيوله کله چې قضايي اروګانونو اردوغان ته د نژدې سياستوالو او سوداګرو په اړه د اداري فساد په تور پلټنې پيل کړې.

اردوغان پر ګولن هغه وخت هم د کودتا د هڅې تور ولګاوه او ډېر شمېر پوليس، څارنوالان او قاضيان چې د ګولن په غورځنګ پورې يې تعلق لاره، يې يا ګوښه يا په نورو ځايونو کې مقرر کړل. له هغه وخت راهيسې ګولن د اردوغان اصلي رقيب بلل کيږي. د ګولن د غورځنګ ډېرې رسنۍ په تېرو کلونو کې د حکومت تر کنترول لاندې راغلي دي.

د «خدمت» ډېر غړي د ترهګرۍ په ليستونو کې

اردوغان پر خپل پخواني ملګري باندې تور لګوي چې هڅه کوي يو موازي دولت جوړ کړي او کودتا تر سره کړي. د ګولن غورځنګ يو تروريستي سازمان بلل شوی دی او مخکښه مشران يې د ترکيې له خوا د تروريستانو په ليستونو کې راغلي دي.

اوس ۷۵ کاله عمر لرونکی ګولن تر اتيايمو کلونو پورې د ترکيې په مختلفو ښارونو کې د امام په توګه دنده سر ته رسولې ده. نوموړي د اسلام، تعليم و تربيې او اقتصادي چارو په برخه کې کتابونه ليکلي دي چې ډېر شمېر پلويان يې موندلي دي.

د ده خدمت نومی غورځنګ هڅه کوي چې د خلکو تعليمي او تحصيلي سويه لوړه کړي. د ۱۹۹۹ کال وروسته دغه واعظ چې روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی، د امريکا متحده آيالاتو په پېنسيلوينيا آيالت کې مېشت شوی دی. هغه د دولت ضد هلو ځلو په تور له خپل هېواد څخه تښتېدلی وو.