1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګولان غونډۍ به هم د اسرائيل خاوره وبلل شي؟

۱۳۹۷ خرداد ۵, شنبه

د تر اوسه ناتائيد شوو راپورونو په حواله کېدای شي د امريکا متحده آيالات د اسرائيل له خوا اشغال شوې د ګولان د غونډيو ځينې برخې د اسرائيل د خاورې په توګه ومني. دغه سيمه د نژدې ختيځ په لانجه کې يو مرکزي او مهم نقش لوبوي.

https://p.dw.com/p/2yM62
Isarel Golan Höhen Soldaten
انځور: Reuters/A. Awad

لومړی بيت المقدس او له دې وروسته د ګولان يا جولان غونډۍ هم؟ د تر اوسه پورې ناتائيد شوو راپورنو له مخې ښايي دغه سيمه هم د اسرائيل د خاورې په توګه ومنل شي. دا کار وروسته له هغه ښايي تر سره شي چې د امريکا متحده آيالاتو د تېر دسمبر په مياشت کې بيت المقدس د اسرائيل د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژندلی و. د ګولان يا  جولان غونډۍ د ۱۹۶۷ م کال د «شپږو ورځو په جګړه» کې نيول شوي او په ۱۹۸۱ کال کې د اسرائيل له خاورې سره الحاق شوې دي. دغه خبره البته د اسرائيل د څارګرې ادارې وزير، اسرائيل کاڅ، د دغې اوونۍ په ترڅ کې د رويترز خبري اژانس ته کړې ده. ياد وزير دا هم ويلي دي چې د دې احتمال زيات دی چې اوس به د ګولان غونډۍ هم د اسرائيل د خاورې په توګه په رسميت وپېژندل شي. دغه کار ښايي د ده په قول «د کم و ډېر يو څو مياشتو» په جريان کې تر سره شي.
د يوه امريکايي سياستوال وړانديز

په حقيقت کې بيا د نيول شويو غونډيو د راتلونکي په هکله د متحده آيالاتو په ولسي جرګه کې خبرې شوې دي. د می مياشتې په نيمايي کې جمهوري پال استازي، رون دې سانتيس، دغسې ورته يو وړانديز وکړ. هغه د مذهبي اسرائيلي راډيويي چېنل «اروڅ شېوا» په حواله ويلي دي چې د ګولان غونډۍ د اسرائيل د خاورې يوه «اصلي برخه» ده. په خبره يې د اسرائيل له پاره مهمه ده چې د ګېنزارېت د جهيل د پاسه پرته دغه ستراتيژيکه سيمه وساتي. دې سانتيز د خپل دغه وړانديز له پاره د اسرائيل په ګاونډ کې هم دلايل راوړل. د «اروڅ شېوا» چېنل په حواله ياد امريکايي سياستوال وويل: «په سوريه کې د کورني جنګ او په دغه هېواد کې د ايران د نفوذ د پراخېدو له کبله بايد د امريکا متحده آيالات د ګولان په غونډيو کې د اسرائيل حاکميت ومني».

د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا دريځ

دغه وړانديز اوس د متحده آيالاتو د ولسي جرګې د مقرراتو پلاوي ته د ارزونې له پاره وړاندې شوی دی. که د متحده آيالاتو د استازو مجلس يعنې ولسي جرګه ورته مثبته رايه ورکړي، ښايي په دې هکله يو قانون تصويب شي. په دې ترتيب به د امريکا متحده آيالات خپل اوسنی دريځ په اساسي توګه بدل کړي. امريکا تر اوسه پورې د ګولان غونډۍ د اسرائيل د خاورې په توګه نه مني. دا د آلمان د حکومت دريځ هم دی. د بهرنيو چارو د وزارت وياند، مارتين شېفر، د ۲۰۱۶ کال د اپريل په مياشت کې د آلمان موقف داسې بيان کړی دی: «د بين الدول حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور يا چارتا يو اساسي پرينسيپ او اصل دا دی چې هيڅ دولت دا حق ځان ته نه شي ورکولای چې پرته د بل دولت د رضا څخه يې خاوره خپله کړي. بايد وويل شي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، په ۱۹۸۱ کال کې لا د رايو په اتفاق سره په ۴۹۷ نومي پرېکړه ليک کې د اسرائيلو له خوا د ګولان د غونډيو نيونه د بين الدول حقوقو په رڼا کې ناسمه بللې ده.» خو دا په داسې حال کې ده چې د آلمان حکومت په سوريه کې د حاکم جنګ له کبله سوريې ته د ګولان د غونډيو فوري بيا تسليمېدل هم نه غواړي.  

Israel Sechstagekrieg 1967 Mosche Dayan in Jerusalem
اسرائيل د ګولان غونډۍ او بيت المقدس د «شپږ ورځو» په جګړه کې نيولي ووانځور: AFP/Getty Images

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.04.2018):