1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ګوانتانامو زنداني ته ۱۰ مليون کانادايي ډالره تاوان

۱۳۹۶ تیر ۱۸, یکشنبه

کانادا د يوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره له هغه ځوانه بښنه وغوښته چې په ۲۰۰۲ کال کې افغانستان کې نيول شوی او بيا د ګوانتانامو زندان کې بندي شوی وو. کانادا خضر ته د شاوخوا يونيم ميليون يورو په ارزښت تاوان ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2gDlm
Kanada Omar Khadr Prozess Gerichtszeichnung
انځور: picture-alliance/epa/Janet Hamlin

کانادا د عمر خضر لپاره ۱۰ ميليونه او ۵۰۰ زره کانادايي ډالر تاوان چې د ۱۴ ميليون او ۷۰۰ زره يورو معاد کيږي تاوان ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د خضر مدافع وکيلانو د دغه پيسو دوه برابره غوښتنه کړې ده.

۳۰ کلن عمر خضر د کانادا په تورنتو ښار کې زيږيدلی دی. د هغه پلار د القاعده تروريستي ډلې غړی وو او ځوی يې د افغانستان جکړې ته استولی وو. عمر په ۲۰۰۲ کال کله چې په افغانستان کې ونيول شو ۱۵ کلن وو. هغه له افغانستانه کيوبا ته د ګوانتانامو زندان ته واستول شو. خضر د ګوانتانامو د هغه وخت بنديانو په ډله کې تر ټولو ځوان بندي وو چې د خپل ژوند یوه لسيزه يې په بند کې تيره کړه.

خضر په ۲۰۱۰ کال کې د محکمې لخوا پر امنيتي ځواکونو د لاسي بم غورځولو او د امريکايي پوځي کريستوفر سپير د وژنې په تور په اتو کلونو حبس محکوم شو. ډیر وخت وروسته حضر وویل چې هغه ځکه دغه جرم پر ځان ومانه چې د بنديخانې ساتونکو د شکنجو او بد رفتاريو څخه د خلاصون لپاره ورته بله هيڅ لاره نه وه پاتې.

د کانادا سترې محکمې د ۲۰۱۰ کال په محکمه کې د کانادا حکومت ښکيل ګڼلی او ويلي يې دي چې د هيواد د دغه تبعه حق يې نقض کړی دی. دغې محکمې ويلي دي چې د امريکا په نظامي محکمه کې د دغه ځوان په تحقیق کې کانادايي افسرانو هم برخه لرله. وروسته له هغې چې حضر له ګوانتانامو څخه کانادا ته ولیږدول شو، تر ۲۰۱۵ کال پورې يې ۵ کاله د دغه هيواد په زندان کې تير کړل چې له هغې وروسته په مشروط ډول له بنده آزاد شو.

امريکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر يوولسمې بريدونو وروسته، د هغه وخت ولسمشر جورج ډبليو بوش د جمهوري رياست پر وخت، شاوخوا ۷۸۰ تنه د امريکا په نظامي اډه ګوانتانامو کې بنديان شول. اکثره دغه نيول شوي کسان په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې نه تورن او نه هم په سزا محکوم وپيژندل شول. ويل شوي دي ډیری دغه کسان شکنجو او بدرفتاريو سره مخ ول.

د امريکا متحده ايالتونو پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې ويلي وو چې سپينې ماڼې ته په ننوتلو سم به د ګوانتانامو زندان بندوي. خو د ځينو قانوني دلايلو او د کانګرس د شدیدو مخالفتونو له وجې  د هغه دغه ژمنه عملي نشوه.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (30.03.2016):