د کوم هيواد په څه شمير مهاجر په خپله خوښه بيرته ستانه شوي دي؟
د مهاجرت نړيواله اداره هغو مهاجرو سره مرستي کوي چې په داوطلبانه توګه خپلو هيوادونو ته ستنيږي. په دغه انځوريز رپوټ کې به لس هغه هيوادونه وپيژنۍ چې په روان کال کې يې له دغه پروګرام AVRR څخه تر نورو زياته ګټه پورته کړې ده.
۱۔ البانیا
البانيا هغه هيواد دی چې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې يې ۴۴۲۱ تنه اتباع د مهاجرت نړيوالې ادارې د دواطلبانه بيرته ستنيدو پروګرام په چوکاټ کې خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي. دغه شميره په ۲۰۱۶ کال کې نژدې ۱۸ زره وو.
۲۔ عراق
د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۴ زره عراقي مهاجر په داوطلبانه توګه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په ۲۰۱۶ کال کې هم دغه شميره لوړه يعنې ۱۳۰۰۰ وه. د مهاجرت نړيواله اداره د خپل دغه پروګرام له لارې مهاجرو سره په خپل هيواد کې د نوي ژوند د جوړيدو په برخه کې هم مرستې کوي.
۳۔ ایتوپیا
دريم مقام کې افريقايي هيواد ايتوپيا راځي. د ۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو د دغه هيواد ۲۳۰۰ اتباع د «آي. او. ام» د اړوند مرستندويه پروګرام په چوکاټ کې په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په ټول ۲۰۱۶ کال کې دغه شميره ۷۰۰۰ وه.
۴۔ افغانستان
تيرکال څه باندې ۷ زره افغان مهاجر، د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي. او. ام) پروګرام له لارې په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شوي ول، خو سږکال دغه شميره لويدلې ده. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۲۱۰۰ تنه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته په داوطلبانه توګه ستانه شوي دي.
۵۔ سربیا
سږکال نژدې ۱۷۰۰ سربيايي مهاجر د مهاجرت نړيوالې ادارې په مرسته بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. دوی په مختلفو هيوادونو کې میشت ول. تيرکال (۲۰۱۶) نژدې ۳۰۰۰ سربيايي مهاجر په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شوي ول.
۶۔ مقدونیه
د مهاجرت نړيوالې ادارې د مرستندويه پروګرام له لارې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۱۵۰۰ او په ټول ۲۰۱۶ کال کې ۵۰۰۰ مقدونيايي مهاجر په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. مقدونيه په ختيځې اروپا کې پروت هيواد دی.
۷۔ پاکستان
د۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۵۰۰ پاکستاني مهاجر په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۶ کال کې له دې څخه لږ يعنې ۱۲۷۸ تنه پاکستاني مهاجر خپل هيواد ته ستانه شوي ول. د تيرکال په پرتله سږنۍ شميره ډيره لوړه ده.
۸۔ سینیگال
سينګالي مهاجرو هم د مهاجرت نړيوالې ادارې له AVRR پروګرام څخه ښه ګټه پورته کړې ده. یوازې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې د لويديځې افريقا دغه هيواد نژدې ۱۳۵۰ تنه اتباعو د ياد پروګرام له برکته د مهاجرت ژوند پريښی او په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
۹۔ یوکرائن
د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۳۰۰ اوکرايني مهاجر بيرته په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شوي دي. اوکراين يو اروپايي هيواد دی چې روسيې سره په ګاونډ کې پروت دی. اوکراينيان د اکراين او روسيې ترمنځ د اړيکو د خرابيدو له امله اروپا ته مهاجر شوي دي.
۱۰۔ روسيه
روسي مهاجر هم د مهاجرت نړيوالې ادارې له AVRR پروګرام څخه ګټه پورته کوي. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۱۵۰ تنه روسي مهاجر د دغه پروګرم په مرسته له اروپا څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.