1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کولمبیا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې سوله مهمه ده کې مهاجرت؟

۱۳۹۷ خرداد ۶, یکشنبه

د سولې پروسه کې مهاجر؟ کولمبیایان د می په ۲۷ نوی ولسمشر ټاکي. خو په ټاکنیز کمپاینونو کې ډیر تمرکز له وینزیویلا څخه د مهاجرت، امنیت او ټولنیز سیاست پر موضوعاتو وه او د فارک پخواني جنګیالي لږ مطرح ول.

https://p.dw.com/p/2yPEj
Kolumbien Bilder vom beginnenden Wahlkampf Wahlkampfauftakt
انځور: Getty Images/AFP/Arboleda

په بوګاټا کې د کونراد ادناور د بنسټ مشر هوبېرت ګیهرنګ، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زه په دې باوري یم، چې تر ټاکنو وروسته به د وینزیویلا څخه مهاجرت د داخلي سیاست مهمه موضوع وګرځي». د هغه په خبره ویل کیږي چې یونیم کال مخکې د سولې لاسلیک شوي تړون ته په روانو ټاکنو کې ډیر ارزښت نه ورکول کیږي.

د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ په انتخاباتي سیالیو کې د امنیت، تعليم، روغتیایې اسانیاو، اقتصاد او له ګاونډي هیواد وینزیویلا څخه د مهاجرو د راتګ موضوعات ډیر مطرح ول. د کولمبیا د مهاجرت ادارې په حواله په اوس وخت کې تر ۸۰۰ زرو ډیر ویزیویلیایې مهاجر په دغه هیواد کې ژوند کوي.

په ځانګړي توګه د می میاشتې په ۲۰ په ونزیویلا کې تر ټاکنو وروسته د کولمبیا له سرحد څخه د اوښتونکو مهاجرو په شمیر کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ښه راغلاست، خو وروسته بیا څه کیږي؟

کولمبیایې کارپوه کیهرنګ، په دې نظر دی چې د کولمبیا د مهاجرت سیاست د آلمان د مهاجرت سیاست له پرمختګ سره موازي دی. د هغه په خبره «په ۲۰۱۷م کال کې کولمبیا د آلمان ۲۰۱۵ م کال ته ورته وو. د ښه راغلاست له کلتور سره پیل شو، خو بیا یې له یوه ټاکلي اندازې څخه تجاوز کړی دی».

د کارپوهانو په نظر دا ټول د ادغام د کامیابه سیاست پورې تړاو لري. ګیهرنګ وایې: «زه فکر کوم چې دا به د کولمبیا د نوي ولسمشر لومړی کار وي، چې په سیمه کې دقیق او عملي حل لاره پلې کړي».

نوموړی زیاتوي چې د وینزیویلا شتمن او متوسط قشر حتی تیر کال له دغه هیواد پریښې وو او اوس یې بی وزله رازي. تر همدې وروستیو وختونو پورې د دواړو هیوادونو د اتباعو د مهاجرت لړۍ یو بل ته دوام درلود. په کولمبیا کې د کورنۍ جګړې پر مهال په سلګونو زره خلک د تیلو له درکه غني ګاونډي هیواد وینزیویلا ته مهاجر شول، تر څو ډیرې پیسې وګټي.

ترکیه د نموني په توګه

په کولمبیا کې د ولسمشرۍ د دواړو مخکښو کاندیدانو د مهاجرت سیاست په دریځ کې ډیر تفاوت نه لیدل کیږي. محافظه پاله کاندید لوان دوکو، د پخواني ولسمشر الوارو اوريبه سیاسي لاره تعقیبوي. او نوماند کنترو دیموکراتیکو، غواړي چې له ونزیویلا سره تر ۲۰۰۰ کیلومتره اوږد سرحد بهتره کنترول کړي.

اوسني ولسمشر جوان مانویل سنتوس، لا د یوه کال مخکې راهیسې کوښښ پیل کړی دی چې له ګاونډي هیواد وینزیویلا څخه د مهاجرو راتګ کنترول کړي. سنتوس، د ۲۰۱۷ م کال په می کې خپل امنیتي سلاکار ترکیې ته واستوه تر څو د مهاجرو له کمپنونو څخه لیدنه وکړي او د اروپا او ترکیې تر منځ د مهاجرت د موافقې په اړه معلومات را ټول کړي.

له همدا اوس نه روښانه ده چې په وینزیویلا کې د بحران اغیزې د ټولې سیمې له پاره پر یوې ستونزې اوښتې ده. ډیري مهاجر له وینزیویلا څخه د ِاکوادور، پاناما، چيلي، پیرو او برازيل هیوادونو پر لور خپل سفر جاري ساتي.

د فریدريش اېبرت بنسټ مشر چې په کولمبیا کې هم د دغه بنسټ استازیتوب کوي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «د مهاجرت بحران د کولمبیا د ټولنې د نه ختمیدونکي ویشل کیدو یوه لویه برخه ده. مهاجر د بی وزله کولمبیایانو ستونزو ته لا زیات شدت وربخښي».

د لاتین امریکا د مهاجرو د بحران سربیره د سولي تاریخي تړون بیا هم د ټاکنو یوه مهمه موضوع پاتې کیږي او د دواړو مخکښو کاندیدانو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.