د کولمبيا کنگرې له فارک ياغيانو سره د سولي تړون تصويب کړ
۱۳۹۵ آذر ۱۱, پنجشنبهد کولمبيا حکومت او فارک ياغيانو ترمنځ د سولي تاريخي تړون ومنل سو. د کولمبيا تر سنا مجلس وروسته د دغه هيواد د استازو مجلس هم دغه طرحه تصويب کړه. د دغه تړون عملي کېدل په کولمبیا کي خونړۍ جگړه ختموي.
د کولمبيا په استازو مجلس کي د سولي تړون د رايو په اتفاق سره تصويب سو او ۱۳۰ استازو مثبت رای ورکړه. د دغه تړون مخالف استازو په رای ورکولو کي گډون نه وو کړی.
د کولمبيا د جمهور رئيس خوان مانويل سانتوس، له پاره د سولي تړون دغه وروستی تصويب يوه ستره بريا ده. هغه له ياغيانو سره د سولي له پاره په هڅو کي په ۲۰۱۶م کال کي د نوبل د سولي جايزه تر لاسه کړه.
په کولمبيا کي له فارک ياغيانو سره د سولي په موخه په ۲۰۱۲م کال کي په يوه بې طرفه هيواد کي د خبرو اترو تلاښونه پيل سول. د دغو خبرو اترو ځای د کيوبا پلازمېنه هوانا وو. دغو خبرو د روان کال د سپتمبر مياشتي په وروستيو کي نتيجه ورکړه او د کولمبیا حکومت او فارک ياغيانو ترمنځ تړون لاسليک سو.
خو د کولمبيا وگړو د روان کال د اکتوبر مياشتي په ټولپوښتنه کي دغه تړون رد کړ.هغه وخت د کنگرې له خوا د دغي طرحي ملاتړ کافي نه وو، خو جمهور رئيس په دې لاره کي خپلي هڅي جاري وساتلې او له خلکو څخه ئې د دغي طرحي د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د دغه تړون له مخي پتېيل سوې ده چي د فارک ۵۸۰۰ جنگيالي بې وسلو سي او دغه چريکي ډله به په يوه سياسي گوند بدله سي. فارک ياغيانو په وروستيو خبرو کي د دوی له خوا د تاوتريخوالي قربانيانو ته د غرامت ورکولو اعلان کړی دئ.
د سولي دغه تړون به په کولمبيا کي له ۱۹۶۴م کال راهيسي چريکي جنگ ختم کړي. په دغه خونړي جنگ کي تر ۲۶۰ زره زيات انسانان وژل سوي او ۷ ميليونه بې ځايه سوي دي.
اړوند مطالب: