1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کندهار پر پوځي اډې برید کې ۴۱ تنه وژل شوي

۱۳۹۶ مهر ۲۷, پنجشنبه

طالبانو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوځي اډې باندې برید کړی، چې په پایله کې یې د ۴۱ عسکرو د وژل کیدو رپوټ ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/2m91G
Afghanistan Selbsmordattentat gegen NATO-Konvoi in Kandahar
انځور: Reuters/A. Nadeem

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په وینا پيښه تیره شپه په میوند ولسوالۍ کې دوو ځانمرګو برید کوونکو د افغان پوځ پر یوې قرارګاه برید کړی. ویل کیږي چې تر چاودنو وروسته، بیا د سپکو وسلو نښتې هم څو ساعته وروسته دوام کړی دی. په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي خالد پښتون، نوموړي خبري آژانس ته د مرګ ژوبلې دغه شمیر ورکړی دی. پیښه د چهارشنبې د شپې ناوخته شوې ده.

نوموړي خبري آژانس د یوه بل افغان امنیتي چارواکي له قوله چې د نوم د نه ښولو په شرط یې خبري کړی دي د مرګ ژوبلې دغه شمیر تائید کړی دی. طالبانو په یوه بیانیه کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستي دي.

د آلمان خبري آژانس د افغانستان د یوه ځایي تلویزون له قوله په خپل رپوټ کې ویلي دي چې یاغیانو د دوو تښتول شوو پوځي موټرو په واسطه ځانمرګي بریدونه تر سره کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، په میوند ولسوالۍ کې پر پوځي قرار ګاه باندې برید تائید کړی دی، خو په دې هکله یې له جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

طالبانو په وروسیتو وختونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستونو او اډو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د سه شنبې په ورځ په ګردیز او غزني کې د همهاله بریدونو له کبله شاوخوا ۸۰ تنه ووژل شول.

زموږ له ارشیف څخه: