د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو طالبانو يرغل
۱۳۹۴ آذر ۱۷, سهشنبهد کندهار قول اردو وياند محمد محسن سلطاني، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د وسله والو طالبانو څو جنګيالي په دې توانېدلي دي چي د هوايي ډګر تر لومړۍ دروازې تېر او د يوه ښوونځي ودانۍ ته پورته سي.
ويل سوي دي چي د ملي اردو ځواکونه په سيمه کي دي او د وسله والو طالبانو يرغل ئې کنترول کړی دئ. د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري کره معلومات نسته.
دا چي هوايي ډګر ته څومره وسله وال طالبان ننوتلي تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.
د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخي د کندهار د هوايي ډګر په هغه سيمه کي چي بازار پکښې جوړيږي ځينو ځاينو اور اخيستی او د سپکو او درنو وسلو ږغونه اورېدل کيږي.
د ناتائيد سوو راپورونو له مي د يرغل سيمي ته نژدې د هوايي ډګر د کارکوونکو د کورنيو د اوسېدو يوې ودانۍ ته وسله وال طالبان ننوتلي او يوه کورنۍ ئې يرغمل کړې ده او اوس د دغي کورنۍ د آزادولو عمليات روان دي.
د وسله والو طالبانو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي بريد کوونکي ئې له سپکو او درنو وسلو سره د کندهار هوايي ډګر ته ننوتلي دي او پر «يرغل ګرو» ئې بريدونه پيل کړي دي.
د کندهار هوايي ډګر ترمينل له دغي سيمي چي وسله والو طالبانو يرغل پر کړی نژدې دوه کيلومتره ليري دئ. ويل کيږي چي د يرغل پرمهال په ترمينل کي مسافر هم ول.
له کندهار هوايي ډګره د شپې له خوا هم پروازونه کيږي. دغه هوايي ډګر اوس تر ډېره پوري د ملکي الوتکو له پاره کارول کيږي.
دغه هوايي ډګر يو وخت په جنوب لوېديځه سیمه کي د بهرنيو ځواکونو عمومي مرکز وو او حتی د بې پيلوټه الوتکي اډه هم وه.