1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

کندهار کې وړيا روغتيايي خدمتونه

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

دا خدمتونه په داسي حال کي وړاندي کېږي، چي له یوې خوا د خلکو اقتصاد ډېر کمزوری او له بلي خوا خلک له غیري معیاري درملو او په ځینو شخصي روغتیايي مرکزونو کي د ګران بیه درملو او د ډاکټرانو له لوړو فیس څخه شکایت کوي

https://p.dw.com/p/4A8Ee
Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: DW/S. Tanha

په کندهارکي د «سیال» په نامه یو خصوصي روغتون په ۵ مهمو برخو کي د ناروغانو وړیا عملیاتونه کوي.

روغتون د لوی کندهار« کندهار، هلمند،زابل، روزګان» او ان د فراه او نیمروز ولایتونو ناروغانو ته د لومړیتوب حق ورکوي.

د روغتون مسؤل ډاکټر احسان الله نیازي له المان ږغ سره په خبرو کي وویل، په دې وروستیو کي د خلکو اقتصادي ژوند سخت کمزوری سوی، نو ځکه يې دغه لړۍ راشروع کړې ده.

د ده په قول، یاد عملیات چي په نورو روغتونونو کي تر پنځلس زره افغانۍ زیات لګښت پر راځي، خو دوی يې له درملو سره په وړیا ډول وړاندي کوي.

هغه زیاته کړه: « موږ د پښتورګو، نسايي ولادي، عمومي جراحي، اورتوپیدي اوټروماټولوژي عملیاتونه په سل فیصده مفت ډول ترسره کوو.»

نوموړی زياتوي چي روغتون دا کار د روژې د مبارکي میاشتي په راتګ سره شروع کړی اوخپلو امکاناتو ته په کتو به يې پسي وغزوي.

د کندهار او هلمند ولایتونو دوه تنه ولي جان او نوراحمد چي په دغه روغتون کي يې بریالي عملیاتونه ترسره سوي خوشحاله دي.

«ښایي د افغانستان ۹۰ سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل شي»

دوی د نورو شخصي روغتونو له مسؤلینو هم هیله کوي، چي په کال کي فقط یوه میاشت د اقتصاد ځپلو هیوادوالو لپاره خپل خدمتونه په وړیا ډول وړاندي کړي.

د یادو ناروغانو په قول، اوسمهال په افغانستان کي خلک له ډیري تنګلاسۍ سره مخامخ دي.

ولي جان په دې تړاو د آلمان ږغ ته وويل: «له ډېره وخته مي د پښتورګو مشکل درلودی او عملیات يې  غوښتی، پېسې مي نه درلودې چي عملیات وکړم، خو کله چي خبر سوم په سیال معالجوي روغتون کي مفت عملیات کيږي دلته راغلم، ټول کارونه يې مفت راته وکړل اوس جوړ تیار یم. «
نور احمد هم له درملنې ډېر راضي دی او وايي: »د راستې خوا چوره تکلیف مي درلودی، ټولو راته ویل چي عملیات غواړي، خو ما وس نه درلودی بیا دلته راغلم مفت يې عملیات او دوا راکړه اوس خوشحاله یم. »

سیګار: افغانستان د روزل شوو روغتیايي کارمندانو د کمښت له ستونزې سره مخ دی

په کندهارښارکي پر میرویس حوزوي روغتون سربېره یوشمیر شخصي روغتونونه هم سته، خو بیاهم خلک خپل ناروغان د پاکستان او هندوستان بیلا بیلو روغتونونو ته د درملني لپاره بیايي.

افغانان وايي، د روغتیا په برخه کي دي خصوصي سیکټور له دولتي سیکټور سره په ګډه داسي خدمات وړاندي کړي، چي خلک پردیو هیوادونو ته پر تګ اړ نه سي.

محمدابراهیم سپېڅلی