1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کندهار ولايت پر مقام د يرغل پلان شنډ سو»

۱۳۹۱ آبان ۲۵, پنجشنبه

په کندهار کي هغه ٩تنه وسله وال او يوتن همکار يې چي غوښتل يې د دغه ولايت پرمقام باندي يرغل وکړي هدف ته تر رسېدو دمخه نيول سوي دي.

https://p.dw.com/p/16jUh
انځور: DW

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل دويچه ويله ته وويل، چي په دغو کسانو کي ځانمرگي بريدکوونکي هم شامل دي.

د هغه په خبره، دغه کسان د کره استخباراتي معلوماتو پربنسټ د ښار د څلورمي ناحيې په يوه کورکي، د يوشمير وسلو،لاسي بمونو، چارج سويو نقليه وسايطو او د ملي اردو د ٦جوړې يونيفورم سره امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

«له دې کسانو څخه انفجار ته چمتو موټرونه، موټرسايکلونه، د ځانمرگو واسکټونه، کلاشنکوفونه، توپنچې، پيکا، او په زياته اندازه چاوېدونکي مواد نيول سوي دي.»

فيصل زياته کړه، چي دوى ټولو نيول سوو کسانو او د کور مالک چي دوى ته يې ځاى ورکړى وو، ټولو اعتراف کړى دى، چي پر ولايت مقام باندي يې د څو اړخيزه بريدونو لوى پلان درلود.

د کندها والي ډاکټر تريالی ويسا او د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال رازق
د کندها والي ډاکټر تريالی ويسا او د دغه ولايت امنيه قوماندان جنرال رازقانځور: DW

د نيول سوو کسانو د هويت په اړه فيصل وايي، چي تراوسه لا پيښه تر څېړونو لاندي ده: «دا چي پيښه تازه ده،لا تراوسه زموږ څېړني رواني دي، وروسته به په دې اړه بشپړ معلومات له رسنيو سره شريک کړو، چي دا کسان د چا له خو، د چا په مرسته او په څه ډول تر کندهارښاره پوري رارسېدلي دي. اوس هم زموږ د امنيتي منسوبينو پلټني رواني دي، چي د دې لوى پلان نورکسان هم پيدا کړي.»

د والي وياند له خلگو څخه مننه کوي چي په دې ورستيو کي يې له دوى سره مرسته ډېره سوې ده. او بيا هم له کندهاريانو څخه غواړي چي هم د ځان اوهم د نورو د ژغورني په خاطر له دوی سره همکار پاته سي.

دا کسان په داسي حال کي نيول کيږي چي په دې وروستيو کي د کندهار امنيتي وضعيت د تيرو وختونو په پرتله يو څه ډاډمن سوى دى.

ولسي خلک هم وايي، دولت ته په کارده چي د پېښي له پيښيدو څخه ترمخه يې پلانونه شنډ او د خپل مسئوليت پربنسټ د دوى ژوند وژغوري.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل