1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندهار کي چاودني والي او د عربي امارتو سفير ټپيان کړي»

۱۳۹۵ دی ۲۱, سه‌شنبه

د راپورونو له مخي د کندهار د والي په کور کي چاودني ۱۱ کسان وژلي او ۷ نور ټپيان کړي دي. په ټپيانو کي د کندهار والي او په افغانستان کي د متحدو عربي اماراتو سفير هم شامل دي. د چاودني علت تر اوسه پوري روښانه نه دی.

https://p.dw.com/p/2Vakv
Kandahar Stadt Kreuzung neu
انځور: DW

د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکريزوال رسنيو ته ويلي دي چي کندهار والي همايون عزيزي او په افغانستان کي د متحدو عربي اماراتو سفير ټپيان سوي دي. چاودنه د بهرنيو مېلمنو سره د غونډي پرمهال سوې ده.

تر دې مخکي د کندهار د والي وياند چي خپله هم سرسري ټپي سوی ويلي ول چي په چاونه کي مېلمانه ټپيان سوي نه دي.

د چاودني علت روښانه سوی نه دئ. د کندهار د پوليسو وياند ضيا لرحمن دراني ويلي دي چي پوليسو پلټني پيل کړي دي. د ناتائيد سوو راپور له مخي ويل کيږي چي چاودېدونکي مواد په چوکيو کي ځای پر ځای سوي ول.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه اخيستی نه دئ.

د متحدو عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي په کندهار ولايت مقام کي د تروريستي بريد پرمهال په افغانستان کي د دوی سفير جمعه محمد عبدالله ټپي سوی دئ.

دا چی وژل سوي کسان څوک دي او د ټپي سوو لويو چارواکو روغتيايي حالت څرنګه دئ، تر اوسه پوري ئې په اړه معلومات نه سته.