1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار جگړه د ۷ تنو په وژلو پای ته ورسيده

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

په کندهار کي د دويچه ويله خبريال وايي چي نښته تيره شپه پيل او نن تر غرمې مخکي د ۷ تنو په وژلو او درو تنو په ټپي کولو پای ته ورسيده. په پيښه کي د پوليس يو قومندان هم وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/11zxQ
افغان امنيتي ځواکونه
افغان امنيتي ځواکونهانځور: dapd

د کندهار ښار په زړه، د غرگي په سيمه کي د پوليسو او وسله والو تر منځ وسله والي نښتي په اړه ولايتي چارواکو ويلي دي، چي پدغه نښته کي څلور پوليس وژل سوي او درې نور ژوبل دي.

د دويچه ويله خبريال محمد ابراهيم سپيڅلی زياتوي، چي دغه نښته تيره شپه هغه مهال پيل سوه کله چي افغان امنيتي ځواکونو يو داسي کور محاصره کړی، چي وسله وال پکښي راټول سوي ول.

په وژل سويو کسانو کي د لومړۍ ناحيې د پوليسو قومندان آغاصاحب هم شامل دی. د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر سردار ولي، رسنيو ته ويلي، چی تر اوسه پوري روغتون ته 4 مړي او 3 زخمنيان رسيدلي دي، چي ټوله پوليس دي.

په پيښه کي درې تنه وسله وال مخالفين هم وژل سوي دي.

د پيښي په سيمه کي د دويچه ويله خبريال وايي چي سيمه ته ټولي ورغلي لاري بندي او هيڅچاته د تگ را تگ اجازه نه ورکول کيږي.

په دې وروستيو کي کندهار په وار وار دداسي پيښو شاهد پاته سوی چي وسله وال دي د ښار په زړه کي يو ځای سنگر ونيسي او بيا دي پر دولتي ادارو بريدونه وکړي.

وروسته له هغه چي د کندهار د مرکزي محبس څخه په سلهاوو طالبان وتښتېدل په هغه ولايت کي امنيتي وضعه نوره هم خبرابه او په ډله ييزو وسله والو بريدونو لاس پوري سوی.

محمد ابراهيم سپيڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل