1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کشمیر په مظاهرو کې یو شمیر کسان ټپي شوي

۱۳۹۶ فروردین ۲۸, دوشنبه

پولیسو په کشمیر کې د هندوستان ضد مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز څخه استفاده کړې ده. په دې سیمه کې په سلهاو زده کوونکو پر یوه کالج باندې د پولیسو پر برید باندې نیوکه کوي. په وروستیو ورځو کې څو تنه پولیس وژل شوي.

https://p.dw.com/p/2bLt2
Kashmir | Ausschreitungen in Srinagar
انځور: Reuters/D. Ismail

نښتې لومړی د کشمیر په سرینګر ښار کې د دوشنبې په ورځ پیل شوې او بیا نورو سیمو ته وغځیدې. ویل شوي دي چې په سیمه کې د نښتو له کبله څو کسان ټپيان شوي دي. مظاهره کوونکي پولیس په ډبرو ولي او پولیس بیا د مظاهره کوونکو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګازه استفاده کوي.

د سرینګر مظاهره کوونکو د «هندوستان ولاړ شه، بیرته ولاړ شه» او «موږ آزادي غواړو» شعارونه ورکول. مظاهره هغه وخت تاوتریخوالي ته واوښته چې پولیسو هڅه وکړه چې مظاهره کوونکو ته د سیمې اصلي مارکیټ ته داخلیدو د اجازې نه ورکولو هڅه وکړه.

Kashmir | Ausschreitungen in Srinagar
انځور: Reuters/D. Ismail

په کشمیر کې د ناکراریو وروستۍ لړۍ تر هغه وروسته پیل شوه چې پولیسو په «پولواما» سیمه کې په یوه کالج کې عملیات ترسره کړل. ویل کیږي چې پولیس په دې سیمه کې هغو زده کوونکو پسې ګرځیدل چې د هندوستان پر ضد مظاهرو کې ښکیل وو. په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د بند شوي «کشمیر پوهنتون د محصلینو اتحادیه» د پولیسو پر کړو وړو باندې نیوکې کوي او وایي چې هندوستان غواړي د خلکو په زړونو کې د ویرې په اچولو سره پر خلکو باندې حکومت وکړي.

Kashmir | Ausschreitungen in Srinagar
انځور: Reuters/D. Ismail

په کشمیر کې د اپریل پر نهمه نیټه تر ټاکنو وروسته، د تاوتریخوالي نوې لړۍ پیل شوې ده. په دې وخت کې دولتي ځواکونو په نښتو کې اته کسان ووژل. له هغه وخت راهیسې ډیر شمیر نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کیږي چې هندي ځواکونو او پاڅون کوونکو په دغو وژنو کې برخه اخیستې ده.

یوې بلې پیښې چې په سیمه کې یې د ځایي اوسیدونکو غوسه راپارولې ده هغه د هندي ځواکونو له خوا د ډال په توګه د یوه کس کارونه ده. د دې پیښې ویدیو په کشمیر کې غوسه راپارولې ده.