1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کريميا بحران د حل له پاره ديپلوماتيکي هڅي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۱۲, دوشنبه

په کریمیا کې د روسيې پوځي مداخله د بېړنیو غونډو د رابلل کیدو او بې شمېره دیپلوماتیکو اړیکو د ټینگیدو عامل شوه. آلمان د خبرواترو د یوې ډلي د جوړولو په تکل کې دی او ټاکل شوې ده چې جان کیرې به کیف ته سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1BIWj
انځور: Sean Gallup/Getty Images

د کریمیا وضعه هماغسي کړکېچنه ده. د اوکراین موقت دولت وايي چې نزدې ۱۵ زره روسي عسکر په کریمیا کې حضور لري. د اوکراین پوځ هم د تیارسی په حالت کې دی او اضافي ځواکونه هم خدمت ته ور بلل شوي دي.

پر روسيې باندي د لوېدیځ نیوکو ته د پوتین له خوا په سیمه کې د دغه هیواد له گټو څخه د دفاع په عنوان جواب ورکول کیږي.

د اروپايې ټولني د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۳ نیټه) په بروکسل کې یوه ځانگړې غونډه لري، څو په اوکراین کې د روسيې د پوځي عملیاتو په هکله خپل نظرونه یو له بل سره شریک او یو گډ دریځ خپل کړي.

د دیپلوماتیکو کړیو په حواله په دغه غونډه کې به یو وار بیا له پوتین څخه وغوښتل شي چې په کریمیا کې د پوځې عملیاتو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي. د جې اووه هیوادنو د دوشنبې ورځي د غونډي په لومړیو ساعتونو کې یوه بیانیه خپره کړې ده چې په ترڅ کې يې روسیه یو وار بیا د اوکراین د مځکني بشپړتیا حق ته په درناوي نه کولو تورنه شوې ده.

امریکا متحده ایالات، کاناډا، بریتانیا، فرانسه، آلمان، ایتالیا او جاپان د جې ۷ ډلې هیوادونه دي. په دغه بیانیه کې له دواړو اړخونو څخه غوښتل شوي دي چې له زغم څخه کار واخلي او روان بحران ته د پای ټکی کښېږدي.

دغې ډلي داسي و ښووله چې د روسيې د دغه عمل (په کریمیا کې د پوځي مداخلې) په غبرگون کې به په سوچي کې د (G8) په مشورتي غونډه کې خپل گډون وځنډوي. مخکي تر دې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي ول چې په کریمیا کې د روسي پوځونو دوامداره شتون کیدای شې له (جي ۸) څخه د روسيې د غړیتوب په ختمېدو تمام شي.

لوېدیځ په یوه آواز په کریمیا کې د روسي پوځونو شتون غندلی دی. جان کېري په خپل تویتر کې لیکلې دي چې د سه شنبې په ورځ کیف ته سفر کوي، څو په اوکراین کې د موقتي حکومت چارواکو ته د واشنگټن د ملاتړ ډاډ ورکړي.

د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیگ، هم د یکشنبې په ورځ اوکراین ته تللی دی. هیگ په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د روسيې له خوا د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری د بخښني نه دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د آلمان له صدراعظمي انگلا میرکل سره په تلیفوني خبرو کې په کریمیا کې د روسيې پوځي مداخله «په بشپړ ډول غیر قانوني» بللې ده. د آلمان صدراعظمي هم له پوتین سره په تلیفوني خبرو کې د هغه دغه عمل له نړیوالو حقوقو څخه سرغړونه او د بوداپست تړون په نه پام کي نیولو سره تورن کړی دی.

دغه تړون په ۱۹۹۴مېلادي کال کې روسيې، امریکامتحده ایالاتو او بریتانيا لاسلیک کړی دی. د دغه تړون لاسلیک کوونکي هیوادونو پر دې خبره باندي اتفاق کړی وو چې که چیري اوکراین خپلي اتومي وسلې وسپاري نو د دغه هیواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي.

میرکل په دغه تلیفوني خبرو کې د آلمان هغه وړاندیز چې د کریمیا بحران د دیپلوماتیک حل له پاره د اړیکو د یوې ډلي جوړولو په هکله يي کړی وو یو وار بيا تکرار کړ. مخکي تر دې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر شټاین مایر، د اړیکو او خبرواترو د یوې ډلي د جوړولو خبر ورکړی وو.