«د کردانو ولسمشر برزاني استعفا اعلان کړې ده»
۱۳۹۶ آبان ۷, یکشنبه«روداو» نومې کردۍ خبري صفحې خبر ورکړی دی چې د کردانو ولسمشر، مسعود برزاني، په اربيل کې مېشت سيمه يز پارلمان ته يو خط ليکلی دی چې د يکشنبې ورځې د ناستې په ترڅ بايد د ولس د ټولو استازو په حضور کې ورته لوستل شوی وای.
د آلمان خبري اژانس او د رويټرز خبري اژانسونو بيا خبر ورکړی دی چې ۷۱ کلن برزاني په دغه خط کې ليکلي دي چې هغه نه غواړي خپلې وظيفې ته د نومبر له اولې نېټې وروسته نور دوام ورکړي. د برزاني صلاحيتونه به له دې مخې د سيمه يز حکومت، د پارلمان او د عدلي مرجعو تر منځ ووېشل شي. د ولس استازي به په خپله غونډه کې په دې هکله خبرې وکړي او ځانونه به پر دغې مسالې بوخت وساتي. په کردستان کې د نومبر د اولې نېټې له پاره اعلان شوې د ولسمشرۍ ټاکنې په دې وروستيو کې شا ته شوې او ځنډول شوې وې.
د آرامتيا نخښې نښانې
عراقي کردانو په هېواد کې دننه او دباندې د انتقادونو سربېره هم يوه مياشت پخوا د يوې ټولپوښتنې په ترڅ کې په ستر اکثريت سره تصميم نيولی و چې خپلواکي به اعلانوي. په دې پسې عراقي پوځ د کردانو پېشمرګه جنګيالي په شمال کې پرتو له هغه سيمو څخه وشړل چې په رسمي ډول د کردانو په کورواکو سيمو پورې څه اړه نه لري.
په دې ترڅ کې په بغداد کې مېشت له مرکزي حکومت سره د ترينګلتيا د کمېدو نخښې نښانې هم ليدل کيږي. د کردانو د سیمه يز حکومت د څرګندونو په حواله پېشمرګه ځواکونو له عراقي پوځ سره پر اوربند موافقه کړې ده. صدراعظم حيدر العبادي په خپل وار امر کړی و چې د کردانو په وړاندې پوځي ماموريت دې د ۲۴ ساعتونو له پاره وځنډول شي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (24.03.2017):