1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

د کراچۍ په يوه هوټل کې اور لگیدنې ۱۱ تنه وژلي

۱۳۹۵ آذر ۱۵, دوشنبه

د پاکستان په ستر بندري ښار کراچۍ په یوه څلور ستوري هوټل کې سهار وختي اور لگیدنې ۱۱ تنه وژلي دي. ويل شوي دي چې په دغه پیښه کې ۶۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2TjTa
Pakistan Brand in Regent Plaza Hotel in Karatschi
انځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د دوشنبې په سهار وختي په کراچۍ ښار کې د رېجنټ پلازا هوټل، په پخلنځي کې د اورلگیدو پیښې ۱۱ تنه وژلي دي.

د ډاکټر سیمي جمیلي په وینا د بهرنیانو په شمول د ۶۵ تنو ټپي شوو کسانو درملنه په جناح روغتون کې کیږي.

د ندیم خان په نوم د پولیسو یوه تن چارواکي ویلي دی چې د پیښې اصلي علت روښانه نه دی، خو ښایي د برق د شارټۍ له کبله اورلگېدل وي. د پیښې په هکله څیړنې روانې دي.

په جناح روغتون کې ډاکټر سیمي جمالي، ویلي دي چې په ټپيانو کې بهرني اتباع هم شته. خو د اور پر ځای د لوگي له کبله د خلکو ساه بندیدل د ډیر شمیر کسانو د مرگ سبب گرځیدلې ده.

د ځايي تلویزونونو په انځورونو کې ښوول کیدل چې خلکو د کټونو له روی جای گانو څخه په استفاده سره د هوټل له کړکیو لاندې رادانگل. يوه ژغورل شوي کس ځایي تلویزون ته وویل چې د اور لگیدنې پر مهال خلک ویده ول. د هغه په خبره په هوټل کې د لوگي له کبله خلک په پورتنیو پوړونو کې بند پاته شول.

Pakistan Brand in Regent Plaza Hotel in Karatschi
انځور: picture-alliance/dpa/R. Khan

د ډان، په نوم ځايي انگلیسي ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې د کراچۍ ښاروال وسیم اختر خبریالانو ته وویل چې هوټل د اور لگیدنې د وتو بیړنۍ لارې او د خطر زنگ نه درلود.

په وژل شوو کسانو کې څلور میرمنې دي. د رپوټونو له مخې د ښځو د کریکټ د یوې سیمه يیزې لوبډلې ځنې لوبغاړي هم ټپيان شوي دي. اور وژونکي عمله په دې توانیدلې ده چې تر درو ساعتونو وروسته اور تر کنترول لاندې راولي.

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په پاکستان کې په سوداگریزو ودانیو لکه هوټلونو، د خرڅلا په سترو مارکيټونو او فابریکو کې د خوندیتوب د معیارونو او پروتوکول د نه مراعاتولو له کبله هر کال یو شمیر کسانو ته مرگ ژوبله اوړي.