1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کالې په «ځنګلي مهاجر کمپ» کي تاوتريخوالی

۱۳۹۵ مهر ۱۱, یکشنبه

د فرانسې ولسمشر څو ورځي تر مخه په کاله کي د ناقانونه مهاجر کمپ د تړلو هوډ کړی ؤ. اوس د پناه غوښتونکو په ملاتړ په احتجاج کي تاوتريخوالی رامنځ ته سوی.

https://p.dw.com/p/2Qo4H
Frankreich Ausschreitungen im Flüchtlingslager in Calais
انځور: Reuters/P. Rossignol

ولسمشر فرانسوا اولاند څو ورځي تر مخه کلک هوډ څرګند کړی ؤ چي په «ځنګل» د مشهوره کمپ د تړلو له پاره به اقدام وکړي. د فرانسې په کالې يا کاله سيمه کي واقع دغه کمپ يو غېر رسمي کمپ دی چيري چي هغه مهاجر چي غواړي له فرانسې انګلستان ته واوړي په خيمو کي شپې او ورځي تېروي.

خو د شنبې په ورځ په کالې کي د مهاجرو په ملاتړ هغه احتجاج چي ورته رسمي اجازه نه وه ورکول سوې، په تاوتريخوالی واوښت. پوليسو په کالې کي د احتجاج کوونکو فعالينو او احتجاج کوونکو په وړاندي اوښکي بهېوونکی ګاز او اوبه پاشونکي موټر وکارول. دا په داسي حال کي چی احتجاج کوونکو پر پوليسو ډبري غورځولې.

د پوليسو په وينا په درې ساعته اخ و ډب کي درې پوليس چارواکي معمولي ژوبل سوي دي. د پوليسو صنفي اتحاديې بيا ويلي چي لس پوليس ژوبل سوي دي. زياته سوې چي له ژوبل سوو څخه يو پوليس چارواکی و روغتونه ته لېږدول سوی دی. پوليسو ويلي چي احتجاج کوونکو يې و ۷ موټرو ته هم زيان اړولی دی. د فرانس پريس يو عکاس ژورنالست هم د ډبري لګېدنې له کبله ژوبل سوی دی.

دغه احتجاج په داسي حال کي په تاوتريخوالي اوښتی چي درې ورځي تر مخه پوليسو د دغه احتجاج ممانعت کړی ؤ. د رسنيو د خبرونو له مخي د پوليسو له خوا و احتجاج ته د اجازه نه ورکولو دغه پرېکړه د جمعې په ورځ د يوې محکمې له خوا هم تائيد سوه. يو ځايي چارواکي ويلي چي تقريبا له ۲۰۰ احتجاج کوونکو څخه يو شمېر يې بريتانويان او د «پوله نه منونکو فعالينو» څخه ول. ويل سوي چي په احتجاج کي يو شمېر مهاجر هم برخه وال ول.

سرويس موټرونه بېرته وګرځېدل

د دې څخه تر مخه پوليسو دوه سرويس موټرونه چي پکښي تقريبا د مهاجرو ۲۰۰ ملاتړي سپاره ول، د کالې څخه ۴۰ کلومتره مخکي ودرول او دغه سرويسونه بېرته وګرځېدل. د سرويس موټر سپرلي و کالې ته روان ول چي په احتجاج کي برخه واخلي او د مهاجرو سره خپل پېوستون وښيي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۶مه نېټه)  و کالې ته ورغلی ؤ. نوموړي هلته اعلان کړی ؤ چي د کال تر پای پوري به د «ځنګل» کمپ په بشپړه توګه خالي کړل سي. اولاند پر بريتانيې ږغ کړی ؤ چي له خپل اړخه د کمپ د تقريبا ۷۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ مهاجرو له پاره خپل مسؤليت ومني. د هغه په وينا دغه مهاجر بايد بل چيري مېشت کړل سي.

بشر ته ناوړه شرايط

هغه مهاجر چي د کالې په «ځنګلي کمپ» کي اوسيږي پکښي زيات شمېر يې کم سنه او بې سرپرسته ځوانان دي. دغه مهاجر په پخپله جوړو کړل سوو وړو کږديو ته ورته جوړښتونو کي په انتهايي خرابو حالاتو او شرايطو کي ژوند کوي. هغوی نه د روانې اوبه، نه برق او نه هم توشنابونه لري. هغوی غواړي چي د تر مځکي لاندي تونل په مرسته له فرانسې څخه و انګلستان ته واوړي. خو په دغو هڅو کي بعضي وختونه مهاجر ژوبل کيږي او مړه کيږي.

چارواکي په دوامداره توګه مهاجر له کمپ څخه شړي، خو هغوی بېرته راسي. تقريبا ۲۰۰۰ پوليس چارواکي د دې په مخنيوي مؤظف دي چي دغه مهاجر په پټه په لويو موټرونو کي ځان پټ کړي او له فرانسې څخه و انګلستان ته واوړي.

و کالې ته د فرانسوا اولاند د سفر څخه څو ورځي تر مخه په کالې کي د بريتانيې په مرسته د يو دېوال د جوړېدو کارونه پېل سوي ول. دغه ديوال د دې له پاره جوړيږي چي مهاجر له بندر څخه ليري وساتي. پر دغه دېوال تقريبا ۲،۷ مليونه يورو مصرف راځي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.01.2016):