1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کار يا کارګر نړيواله ورځ ولمانځله شوه، خو څرنګه ؟

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د کار د سږ کال د نړيوالي ورځي ستر شعار: «د افغانستان په شمول د نړي په بي وزلو او شتمنو هيوادونو کي خلک له بيکاري سر ټکوي. د شتمنو او بي وزلو تر منځ واټن زياتيږي»

https://p.dw.com/p/NCGK
په برلين کي د کارګر د ورحي په مناسبت د کارګرانو د اتحاديي ستر لاريون
په برلين کي د کارګر د ورحي په مناسبت د کارګرانو د اتحاديي ستر لاريونانځور: dpa

د مي لومړي نيټه چي د غوايي له يولسمي سره سمون لري په ټوله نړي کي د کار يا کارګر د ورځي په نامه لمانځله کيږي.

د سړي جګړي په دوره کي، کله چي نړي په دوو، پانګوال او سوسيالستي بلاکونو ويشل شوي وه، د پخواني شوروي اتحاد پلو رژيمونو کي د کارګر د ورځي لمانځنه تر زياتي کچي د لويديځ پانګوال سيستم ضد تر شعار لاندي وه او په دی ورځ د سوسيالستي نظامونو په ګټه سياسي ويناوي کيدلي.

که څه هم نن دغه ورځ د کمونست پلو ډلو له انحصار څخه وتلي ده، خو په نړي کی د کارګرانو مختلفي اتحادي او عام وګړي په خپلو اړوندو هيوادونو کی د کار له شرايطو او بيکاريو څخه سر ټکوي.

.

په آلمان کي د دغه هيواد د کارګرانو ستري اتحاديي د کار په بازار کي د انساني کرامت د ساتلو لپاره غږ وکړ. د هغي اتحاديي رييس، ميښايل زومر وويل: «په خاصه توګه د ښځو په وړاندي د کار په بازار کي تبعيض کيږي، د هغوي معاشونه لا تراوسه د نارينو په پرتله ډير لږ دي.

همدا راز د آلمان کاتوليک ليکوال او د ټولنيز اخلاقو مبارز، فريدهليم هنګزبخ وويل چي د المان په ټولنه کي وزګارو خلکو ته په سپکه سترګه کتل کيږي. هنګزبخ وويل:« په داسي حال کي چي په مليونو وزګاره خلک غواړي کار وکړي، خو کار نه ورته پيدا کيږي. په خاصه توګه ځوانان د کار د بازار قربانيان دي.»

نوموړي ليکوال خبرداري ورکړ چي موقتي کارونه ، د کار محدود قراردادونه يا لږ معاش لرونکي کارونه د بيکاري رواني ستونزي نه يواځي حل کولاي نه شي، بلکه له خلکو څخه د راتلونکي لپاره هيلي هم اخلي او د غربت او بي وزلي ډنډ ته يي ور پوروهي.

د آلمان د ستري کارګري اتحادي مشر، زومر نړيوال مالي کړکيچ د بيکاري او د کار د شرايطو د خراپيدو بل دليل وګاڼه.

هغه مالي بازارنو کي د ټينګو مقرراتو د لګولو لپاره غوښتنه وکړه ترڅو د راتلونکو مالي کړکيچونو مخه ونيوله شي. زومر وويل چي شتمن خلک بايد د ټولنيز ژوندانه په تمويل کي برخه واخلي او له هغو څخه دي د زياتي مالي د ورکړي غوښتنه وشي.

په روسيه کي چيرته چي پخوا د کمونستي نظام په دوره کي د کار ګر ورځ په شاندارو مراسمو سره د دولت له خوا لمانځل کيدله، د نن ورځي د مي په يو لاريون کي د کمونست ګوند په زر ګونو پلويانو د حکومت د مشر ولادمير پوتين د استعفاء غوښتنه وکړه. هغوي پوتين د روسيي د روان اقتصادي کړکيچ لپاره ګرم وګاڼه.

له روسيي څخه را رسيدلي رپوټونه وايي چي د هغه هيواد په څه دپاسه 1000 ښارونو او ښار ګوټو کي 1.7 مليون خلکو د مي په لاريونو کي ګډون وکړ او د حکومت پر ضد شعارونه يي ورکړل.

په افغانستان کي د کارګر ورځ رخصتي نه ده . کارګري اتحاديي لا تراوسه منظمي شوي نه دي او پراخ فعاليت نه لري. په دغه ورځ هم، خلک کار ته ځي يا کارونو پسي ګرځي.

په افغانستان کی په مليونو خلک په خاصه توګه ځوانان د بيکاري څخه خپل هيواد خوشي کوي ، ګاوندي يا بهرنيو هيوادونو ته د کار موندولو په هلیه تښتي. ډيري خلک ورځنيو مزدوريو پسي ګرځي، که چيري کار هم پيدا کړي، خو هومره عايد نه لري چي د خپلوکورنيو اړتياوي پوره کړي: ...

د افغانستان د کار او ټولنيز چارو د وزارت معين محمد غوث بشيري اعتراف کوي چي د افغانستان خلک په سلو کي 40 کار نه لري.

ډيري خلک په دغه هيواد کي د کار يا کارګر ورځ چي د کارګرانو د حقوقو د خوندي ساتني په مقصد اعلان شوي ده، نه پيژني.

د آلمان خبري آزانس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي