1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرو له پاره د کار غوښتنليک سپارلو په بهير کې اسانتياوې

۱۳۹۶ آذر ۵, یکشنبه

په ټولنه کې د مهاجرو د ادغام له پاره يواځې خواړه او کور بسنه نه کوي، بلکه هغوی کار او ټولنيز پرمختګ ته هم اړتيا لري. تيلکام نړيوال مخابراتي شرکت په دې برخه کې يوه نوې مفکوره وړاندې کړې ده.

https://p.dw.com/p/2oH5m
Deutschland Zentrale der Deutsche Telekom
انځور: picture-alliance/U. Baumgarten

آلماني شرکتونو په ۲۰۱۶ کال کې د «موږ په ګډه» په نوم يو نوښت په لاره واچاوه. په لسونو غټو شرکتونو غوښتل چې د مهاجرو د ادغام په برخه کې د روزنيزو پروګرامونو په برابرولو سره هغوی ته د کاري فعاليتونو شرايط برابر کړي. په لمړي سر کې په دغه پروګرام کې ۳۶ شرکتونو ګډون لاره چې وروسته دوه برابره شول. له دغو شرکتونو څخه يو يې تيلکام مخابراتي شرکت دی چې مرکز يې په بن ښار کې دی. دغه شرکت په ټوله نړۍ کې ۲۱۸ زره کارکونکي لري او لا هم نوي ځوان پرسونل ته اړتيا لري.

تيلکام شرکت په شرايطو برابرو مهاجرو له پاره د روزنيزو دورو له برابرولو څخه د مخه، د (پرکتيکوم) شپږ مياشتني کارونه، چې معاش هم لري، په نظر کې نيولي دي. دا چې په دې برخه کې څوک پر شرايطو برابر دی، په خپله تيلکام شرکت يې په اړه تصميم نيسي. د مهاجرو د استخدام په برخه کې د ښوونځي او پوهنتون اسناد او دغه راز ښه کاري تجربه نه، بلکه د هغه شخصيت او د کاري مرکې څرنګوالی ډير مهم او تعينونکی رول لري. دا هغه څه دي چې د تيلکام شرکت مدير یې غواړي د کاري مرکې پرمهال شاهد وي.

لمړنی ملاقات ډير مهم دی

کوم څه چې تيلکام مرکزي شرکت د نوامبر مياشتې په پاي کې بن کې ترسره کړل، د دغه شرکت يوې مسئولې ميرمن بريګيت کليسپر ورباندې د «چټک ملاقات قرار» نوم کيښود. هغه کسان چې د کار غوښتونکي دي د معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره د مختلفو څانګو کارکونکو سره مرکې کوي. د مرکو پر مهال د شخص د ژبې وړتيا، ذهنيت، شخصي هيلې، افکار او د کاري وړتياو څرنګوالی مشخص کيږي. هر هغه کس چې د مرکو پر مهال بريالی شو د عملي کارونو يا پرکتيکم شپږ مياشتنۍ دورې چانس ترلاسه کوي.

د ټولنيزو شبکو او شفاهي تبليغاتو اثر

د تيلکام شرکت ودانې په دهليز کې د شرکت د مطبوعات څانګې مسئوله کاتيا ويرتس خبريالان د «کار غوښتونکو» د معلوماتو برخې ته هدایت کوي. په دغه ځای کې په کار کې شاميلدونکي نوماندان خپلو کې سره راټول دي چې د شرکت د يو تن کارکونکی لخوا ورته د شرکت د اصولو په باب معلومات ورکول کيږي.

دغه کارکونکی بدر نوميږي او د عراق  څخه دی. هغه په دی بریالی شوی چې د خپل کاري غوښتنليک تر سپارلو وروسته د پرکتيکوم دورې له پاره ومنل شي. بدر دغه معلومات په آلمانۍ ژبه وړاندې کوي. که څه هم درسته معلومه نده چې دغه عراقی به څومره په آلمانۍ ژبه پوهيږي، خو مهمه دا ده چې راغلي ځوانان يې خبرو ته په ډیر شوق غوږ نيسي. بدر په عراق کې د فزيک په برخه کې لوړې زدکړي کړي دي او اوس د مکالماتو په برخه کې کار کوي. کار له پاره دلته راغلي ځوانان د کار ادارې لخوا دغه شرکت ته نه دي استول شوي، بلکه يو شمير يې د دوستانو په مرسته او يو شمير نور بيا د ټولنيزو شبکو لکه فيسبوک له لارې له دغې پروژې خبر شوي دي.

د دغې پروژې مسئوله بابرا کوستنزو وايي: «موږ سږکال د عملي کار (پرکتيکوم) ۱۱۵ فرصوته برابر کړل. موږ په روان کې ۳۴۰ تنه مهاجر له ځانه سره لرل او دا په آلمان کې يوه له لويو پروژو څخه ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.11.2017):