1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاتوليکانو مذهبې مشر پاپ شپاړسم بنيديکت په اسراييلو کې

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۲, سه‌شنبه

د اسرائيلو په يادواشيم کې د پاپ وينا دوه ډوله عکس العمل راپورته کړی: د يادگاري آبدو استازو دا يو گام مخ په وړاندې بللې، مگر وايي چې بايد پاپ پخپله راڅرگند شوی وای او د يهودسټونې له جنايتکارانو څخه يې يادون کړی وای.

https://p.dw.com/p/HoWz
پاپ شپاړسم بنيديکت د يهودو له مذهبي مشرانو سرهانځور: AP

دا خبره د ياد واشيم مشر اونر شاليو کړېده. د اسرائيلو د شورا مشر روون ريلوين، څوک چې د ياد واشيم له وينا پرته د پاپ په هېڅ رسمي غونډه کې برخه نه اخلي، ځان مايوس څرگند کړی او د ليکود له گوند نه دا سياستمدار وايي: هر هغه څه چې موږ ورڅخه اندېښنه درلوده، واقع شول. د يادگاري آبدو مشر او د بوخن والډ له لاگر څخه ژوندي پاتې مير لاو خپل نظر په دې کلمو کې په ډاگه کړ:

(يوه ډېره ښه وينا او حتی تر يوې اندازې پورې خوځوونکې، خو زما له نظره ځينې ټکي پکې کمبود وو، دا په اصطلاح يوه له لاسه ورکړې موقع وه. آلمانيان او نازيان چې سټونې يې کړې وې، ونه يادېدل. همدا ډول د خواخوږۍ کومه کلمه په خوله رانه وړل شوه، نه د هغو شپږو مليونو وژل شوو په هکله کوم افسوس وخوړل شو او حتی د شپږو مليونو کلمه هم ونه ويل شوه.)

لوی راهب لاو څرگنده کړه، له دې نه چې پاپ بنيديکت بخښنه ونه غوښته ډېر مايوس دئ مگر:

(دا يوه د اهميت وړ وينا وه، ځکه په هغه کې زموږ د عصر په باب يوه مهمه خبره موجوده وه - سړی له شاوو څخه منکر کېدلی نه شي، نه هغه کمولی شي او نه د هغه د هېرولو اجازه لري. دا د اهميت وړ جملې وې. ما ته پخپله دلته د دې نړيوال درد په برخه کې د خواخوږۍ د کلمو کمښت شته وو.)

پاپ شپاړسم بنيديکت ته به، څوک چې د خپل سفر د دوهمې ورځې په سهار د بيت المقدس په زاړه ښار کې د اقصی د جومات او سپېڅلې گونبزې له مفتي سره گوري، بيگاه ماښام څرگنده شوې وي، چې د مسلمانانو، عيسويانو او يهودانو تر کت د روغې جوړې خبرې اترې څومره سختې دي. په بيت المقدس کې له پاپ شپاړسم بنيديکت سره د کتنې په موقع د يوه مسلمان روحاني ناڅاپه وينا د اسرائيلو په حکومت او واتيکان کې هياهو راپورته کړې. په فلسطيني سيمو کې د اسلامي محکمې رئيس شيخ التميمي د شپاړسم بنيديکت او د دريو واړو دينونو څخه د څه ناڅه سلو تنو رابللو ملېمنو په وړاندې پر اسرائيلو باندې سختې نيوکې وکولې. نوموړي مفتي په خپله هغه وينا کې چې نيغ په نېغه د پاپ او نورو مېلمنو په ژبو نه ژباړل کېده، څرگنده کړه: اسرائيل د عربو کورونه ورانوي، خلک له خپلو سيمو څخه شړي، نوي يهودي هستوگنځۍ جوړوي او اسلامي مقدس ځايونه ورانوي. د بيت المقدس لاتيني اسقف ډېر کوشش وکړ، چې د مسلمان عالم خبرې پرېکړي، خو پرې بريالی نه شو.

کله چې پاپ ته د مسلمان عالم خبرې وژباړل شوې، نو له خپلو صلاحکارانو سره تر لنډو مشور وروسته سمدلاسه له هغه گڼ مذهبي غونډې څخه ووت. د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير د مسلمان مفتي خبرې وغندلې او ويې ويل، چې هغه د اسرائيلو او مسلمانانو تر منځ کينه زياتوي. د واتيکان وياند بيا د مفتې خبرې په دې ټکو سره ندلې دي: دا مداخله د هغه څه برخلاف وه، کوم چې رغوونکې خبرې اترې بلل کيږي.

عارف وردک
کتونکی: يحيی وردک