1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوج دمون: بلجیم ته د پناه غوښتنې له پاره نه یم راغلی

۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبه

د کاتالونیا پخوانی مشر کارلِس پوج دمون، ویلي دي چي هغه نه غواړي په بلجیم کي پناه ورکړي او ځکه دې هیواد ته راغلی دی چي په آزاده توګه او له امنیت سره فعالیت وکړي.

https://p.dw.com/p/2mqYA
Brüssel Pressekonferenz Puigdemont
انځور: picture-alliance/Zumapress/R. Pareggiani

د کاتالونیا پخواني مشر کارلس پوجدمون، تر څو ورځو وروسته په بروکسل کي د رسنیو پر وړاندې څرګند شو او د خپلې راتلونکې په اړه یې څرګندونې وکړې. هغه وویل:«زه دلته د دې له پاره نه یم راغلی چي پناه ورکړم.»

دا په داسې حال کې ده چې پوچ دمون، د خپلې کابینې له څو وزیرانو سره بلجیم ته تللی دی.

پوج دِمون زیاته کړه چي هغه هڅه نه کوي چي له قضأ څخه ځان خلاص کړي، خو که هغه ته مشخص «تضمینونه» ورکړل سي نو دی به بیرته کاتالونیا ته ولاړ سي. دا چي دی به څومره وخت په بلجیم کي پاته سي لا معلومه نه ده. د پوج دِمون په خبره دا په اوضاع اواحوال پوري تړلې ده: «موږ په اروپايي ټولنه کي د آزاد تگ راتگ اجازه لرو.»

د هسپانیا لويي څارنوالۍ د دوشنبې په ورځ د پوج دِ مون او د هغه د حکومت پرڅو نورو وزیرانو باندي دعوی وکړه. پر هغه باندي د نورو ترڅنگ د دولتي حاکمیت د ردولو، بغاوت او بیت المال د پیسو د ناوړه استفادې تور لگیدلی دی. د محاکمه کیدو په صورت کي پوج دِمون د اوږدې مودې بند له سزا سره مخامخ کیدای شي.

کاتالونیا تر هغه وروسته د مادرید تر کنترول لاندې راغله چې بیلتون غوښتونکو تر یوې ټول پوښتنې وروسته، له هسپانیا څخه د بیلیدو پریکړه وکړ.