د کاتالونیا پارلمان له هسپانيا د آزادي په حق کې رایه ورکړه
۱۳۹۶ آبان ۵, جمعهپه بارسیلونا کې د کاتالونیا پارلمان د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته له هسپانیا څخه د بېلتون په حق کې ۷۰ او د هغه په مخالفت ۱۰ رایې وکارولې. د مخالف ګوند په لسونو غړو بیا تر رای اچوني مخکې له تالاره ووتل.
د اپوزیسیون ګوندونو غړو لا وختي ویلي ول چې هغوی به د حاکم اکثریت ګوند له خوا وړاندیز شوې په اړه رای اچونه بایکاټ کړي. د حاکم PP ګوند یو شمیر غړي هم تر رای اچونې مخکې له تالار څخه ووتل او پر خپلو خالي څوکیو یې د کاتالونیا او هسپانیا بیرغونه کښېښودل.
په دې اړه د بحثونو له پیلیدو سره په زرونو مظاهره کوونکي د پارلمان د ودانۍ مخې ته راټول شول او د کاتالونیا د بیرغ په رپولو سره یې د «خپلواکي» او «آزادي» شعارونه ورکول.
له بلې خوا د هسپانيا سنا هم د جمعې په ورځ غونډه کوي چې د هغه وړاندیز په اړه بحث وکړي چې له مخې یې د فدرال قانون پر اساس د کاتالونیا د ځایي حکومت چارې د هسپانیا لاس ته لویږي. له دې سره به مادرید د دې امکان ولري چې د کاتالونیا پارلمان ملغی کړي، د کاتالونیا مشر ګوښه کړي او د دې سیمې د پولیسو واک په لاس کې واخلي.
تمه کیږي چې په دې اړه به نن د جمعې په ورځ ناوخته ماښام پریکړه وشي او د هسپانيا لومړی وزیر به کافي رایې ترلاسه کړي چې دغه ټول اقدامات وکړي.
د کاتالونیا له خوا د خپلواکي په حق کې د رایې تر ورکړې وروسته، د هسپانیا لومړي وزیر ماریانو، د تویتر ټولنیزې پانې له لاري پر خپلو خلکو باندي د آرام پاتېدو غږ وکړ. هغه لیکلي دي: «زه له ټول هسپانیاویانو د آرام پاتېدو غوښتنه کوم. د قانون حاکمیت به یو ځل بیا په کاتالونیا کې مشروعیت رامنځ ته کړي.»
بارسیلونا او مادرید کولای شوای چې د پنجشنبې په ورځ دغه موضوع په آرامۍ سره حل کړي، خو دواړو اړخونو یو د بل وړاندیزونه و نه منل. مادرید له کاتالونیا څخه د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه کړې وه، او کاتالونیا بیا مادرید ته خپل د خپلواکمنۍ ساتلو وړاندیز کړی وو.
زموږ له ارشيف څخه: