1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل چاودني شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۸۹ دی ۲۲, چهارشنبه

لومړني رپوټونه وايي چي د کابل ښار د دارالمان واټ بريد د ملکي وګړو په ګڼه ګوڼه کي پر يوه بس موټر د هغه موټر سايکل سپاره له لوري تر سره سوي چي په ځان پوري يي چاوديدونکي توکي تړلي ول.

https://p.dw.com/p/QqZU
ځانمرگی بريد د کابل په دارالمان واټ کي ترسره سوی
ځانمرگی بريد د کابل په دارالمان واټ کي ترسره سویانځور: AP

په سيمه کي د عامي روغتيا سرپرستي وزيري دويچه ويله ته وويل چي تر اوسه پوري د دوی روغتونونو ته ۲۶ کسه ټپيان ور وړل سوي چي د يوه تن روغتيايي حالت يي ډير خراب دي.

د ميرمن دليل وينا ده چي دا تر اوسه نسي ويلای چي ژوبل سوي کسان ملکيان او که پوځي وګړي دي خو په ډله کي يې پوځي کسان هم شامل ول.

له بل لوري په کابل کي د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزي مرستيال جنرال خليل دستيار وويل چي په پيښه کي دوه کسه وژل سوي هم دي چي ولسي وګړي دي.

خوعيني شاهدانو دويچه ويله ته وويل چي ځانمرګي بريد کونکي خپل له بمونو ډک موټر سايکل لومړۍ د ګڼه ګوڼي منځ ته ور داخل کړ او وروسته يي د موټرو په کتار کي له هغه کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر سره وجنګاوه چي پکښي حکومتي کسان سپآره ول.

په کاسټر ډوله موټرونو کي چي ډيری د حکومتي مامورينو د تګ را تګ لپاره په کابل کي کارول کيږي تقريبا له ديرشو څخه تر ۳۵ کسانو پوري سپاره وي.

عيني شاهد علي شاه خان دويچه ويله ته د پيښي په اړه داسي وويل:

« د سهار اته بجې وې زه د خپل دوکان پر لوري روان وم چي چاودنه وسوه، ډيره زوره وره توره دوړه آسمان ته پورته سوه، هري خوا ته ټپيان او د انسانانو د بدن غړي خواره واره پراته ول، ډيره بده صحنه وه، ډير کسان پکي مړه سول».

تر چاودني شيبه وروسته د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند له ناڅرګند ځاي څخه په ګرځنده ټليفون رسنيو ته وويل چي دغه بريد د دوی له لوري تر سره سوی او موخه يي د ملي امنيت د کارکونکو يو کاسټر ډوله موټر وو.

د مجاهد وينا ده چي د دغه موټر ټوله سپرلۍ يې وژلي ده هغه ادعا چي تر اوسه کومي مستقلي افغاني سرچيني نده منلې.

دغه پيښه پر داسي محال په کابل کي رامنځ ته کيږي چي تقريباً يوه اونۍ دمخه د دغه ښار په باغ علي مردان سيمه کي بيا د ماين په چاودنه کي د پوليسو د يوه قوماندان په ګډون دوه تنه مړه او څلور نور ژوبل سوي ول.

ننۍ چاودنه کابل ته د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايدن تر سفر يوه ورځ وروسته رامنځ ته سوه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل