1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په چاودنه کې یو تن وژل شوی دی

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۷, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي چې د کابل هوایي ډګر ته نزدې یوې چاودنې لږ تر لږه یو کس وژلی او ۱۳ تنه نور یې ټپیا کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د بهیر بیا پیلولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

https://p.dw.com/p/1HUOO
انځور له ارشیثف څخه
انځور له ارشیثف څخهانځور: Reuters/A. Masood

چاودنه د کابل هوایي ډګر ته نزدې رامنځ ته شوې ده. پولیسو ویلي دي چې د برید هدف ښايي یو سپین موټر وو چې ډیر وخت د امنیتي قراردادیانو له خوا کارول کیږي. دغه موټر هم د برید په پایله کې یو څه ویجاړ شوی دی.

د کابل امنیې قوماندان عبدالرحمان رحیمي، تایید کړې ده چې په برید کې یو کس وژل شوی او د درو تنو ښځو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. رحیمي ویلي دي چې د برید هدف د ملکي وګړو په منځ کې د ویرې رامنځ ته کول وو. هغه زیاته کړې ده: «د انسانیت دښمنانو د یوې مدرسې پر وړاندې چې ماشومان په کې قرآن شریف زده کوي او اسلامي زده کړې پر مخ وړي، موټر بم الوزولی دی. دا ښیي چې هغوی د خدای، قرآن شریف او مسجدونو دښمنان دي.»

د چاودنې له کبله یو میني بس هم ویجاړ شوی او د شاوخوا سیمو د ودانیو ښیښې ماتې شوې دي. برید افغانستان ته د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف، تر سفر یوه ورځ وروسته ترسره شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، په خپل تویتر پاڼه کې ادعا کړې ده چې برید د بهرنیانو پر یوه کتار ترسره شوی دی او په پایله کې یې ډیر تلفات رامنځ ته شوي دي. خو طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو رامنځ ته کیدو ادعاوې کوي.

له بلې خوا په کابل کې د ناټو یوه ویاند ویلي دي چې په برید کې د کوم بهرني سرتیري د ژوبلیدو شواهد په لاس کې نه شته. طالبانو به روانې میاشت کې په کابل کې څو بریدونه ترسره کړي دي چې په کې د هسپانیې پر سفارت او د بګرام هوایي اډې ته نزدې چاودنې شاملې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب