1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په مرادخاني کې د کلاسیک هنرونو ژوندي کول

حسین سیرت۱۳۹۲ دی ۱۳, جمعه

اووه کاله مخکې د فیروزه کوه انسیتیتوت د مرادخاني ویجاړې شوې ودانۍ بیرته جوړې کړې. دغه انیستیتیوت د افغاني کلاسیکو هنرونو د ژوندي کولو له پاره څلور دیپارتمنتونه فعال کړي دي چې اوس په کې په لسهاو کسان زده کړې کوي.

https://p.dw.com/p/1Akqx
انځور: DW

په کابل کې د یوې ډیرې پخوانۍ ودانۍ چوپتیا د نۍ په غږ ماتیږي. په دې ودانۍ کې ځوان افغانان د نۍ په واسطه ښایسته تابلوګانې رنګوي، او په دې ترتیب سره ښایسته هنري اثار خلقوي.

هغه ځوانان چې د حکاکي د هنر په زده کړې بوخت دي له یوې اوونۍ څخه بیا تر یوې میاشتې پورې زیار باسي چې یو اثر خلق کړي.
هغه ځوانان چې د حکاکي د هنر په زده کړې بوخت دي له یوې اوونۍ څخه بیا تر یوې میاشتې پورې زیار باسي چې یو اثر خلق کړي.انځور: DW

د کمپیوتر او دیجیتال په روان وخت کې خطاطي او میناتوري په بازارونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. خو دغه ځوانان هڅه کوي چې دا هنرونه بیرته ژوندي کړي او هغه خلکو ته معرفي کړي.

صغرا په فیروزه کوه انستیتیوت کې خطاطي او میناتوري زده کوي. هغه وایي: «هنر ډیر بې ارزښته شوی دی. موږ غواړو هڅې وکړو او د هنر له پاره یو څه خدمت وکړو تر څو د هنر له پاره ارزښت قایل شي. هغه ټولنه چې په کې هنر نه وي، هغه یوه مړه ټولنه ده.»

هغه محصولات چې په افغانستان پیریدونکي نه لري

د فیروزه کوه انستیتیوت په ۲۰۰۶ کال کې د کابل د مرادخاني په زړو کورونو کې خپل کار پیل کړ. مرادخاني په کابل ښار کې تر ټولو زړه سیمه ده چې تاریخ یې آن اتلسمې میلادي پیړۍ ته رسیږي.

د دغه انستیتیوت د کار اصلي هدف د هغو هنرونو بیرته ژوندي کول دي چې د افغانستان د وروستیو جګړو له کبله له یاده ایستل شوي دي. د فیروزه کوه د انستیتیوت زده کوونکي د نورو مضمونونو تر څنګ یو مسلک هم زده کوي.

هغه ځوانان چې د حکاکي د هنر په زده کړې بوخت دي له یوې اوونۍ څخه بیا تر یوې میاشتې پورې زیار باسي چې یو اثر خلق کړي. دغه ځوانان له لرګیو څخه ښایسته اثار جوړوي چې په بازار کې یې ساری نه موندل کیږي.

سید جان د حکاکي په برخه کې د فیروزه کوه انستیتیوت روزونکی دی. هغه له نورستان ولایت څخه دی او خپل ټول عمر یې له همدې هنر سره تیر کړی دی. سید جان وایي چې دغه هنر اوس د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دی: «پخوا په نورستان ولایت کې حکاکي ډیره وه خو اوس د دې هنر کسبیان په دې ولایت کې نه دي پاتې او ټول کډوال شوي دي.»

په افغانستان کې د حکاکي هنر ډیر لږ پیریدونکي لري. له همدې کبله په فیروزه کوه کې تولید شوي اثار ډیر وخت په نندارتونونو کې پیرودل کیږي او ډیر وخت اروپايي هیوادونو ته استول کیږي.

د کمپیوتر او دیجیتال په روان وخت کې خطاطي او میناتوري په بازارونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د کمپیوتر او دیجیتال په روان وخت کې خطاطي او میناتوري په بازارونو کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.انځور: DW

کلاسیکه زرګري

د فیروزه کوه د زیوراتو بخش د افغانستان سنتي د سینګار وسایل جوړوي. دغه زیورات د هراتي، پښتنې، ترکمني او هزاره ګي زیوراتو سنتي شکلونه لري.

حاجي محمد اسلم د زیوراتو په څانګه کې روزونکی دی. هغه وایي چې د فیروزه کوه زیورات په لاس جوړیږي او له افغانستان څخه بهر ډیر پیریدونکي لري: «د جګړو له کبله دغه هنر له منځه تللی وو، خو له نیکه مرغه د دې انستیتیوت له جوړیدو سره موږ وغوښتل خپل سنتي هنرونه بیرته ژوندي کړو.»

هغه محصولات چې په فابریکو کې جوړیږي او له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته واردیږي د فیروزه کوه انستیتیوت محصولاتو ته لویه ننګونه رامنځ ته کوي، خو پر دې سربیره هم د دې انستیتیوت ډیر زده کوونکي تر فراغت وروسته د کار په موندنه توانیدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب