د کابل په سړکونو کې د نجونو زورونه زیاته شوې
۱۳۹۲ مرداد ۲۶, شنبهپه وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې ډیر شمیر مدني او تحصیلي سازمانونه پرانیستل شوي دي او په نسبي ډول یې یوه آزاده فضا رامنځ ته کړې ده. خو بیا هم په دې هیواد کې د ښځو پر وړاندې ټولیز ذهنیت بدلون نه دی موندلی.
هغه نجونې چې اوس ښوونځینو او نورو روزنیزو مرکزونو ته ورځي د هلکانو او نازینه و له خوا زورول کیږي. سمیرا په کابل کې د یوولسم ټولگي زده کوونکي ده. هغه پخپله په ښار کې زورول شوي ده. دغه ځوانه نجلۍ وایي چې دغه شان زورونې که څه هم نه شی کولای چې هغه له زده کړو راوگرځوي، خو بیا هم د لویو ستونزو د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.
سمیرا وایي چې یو همټولگی يې هغه ډیره زوروي او آن یوه ورځ د هغې د کور د درواز تر شا رسیدلی وو. سمیرا یادونه کوی چې کله د هغې کورنۍ له دې موضوع خبره شوه نو سمیرا یې گرمه وبلله. هغه زیاتوي: «هغه هلک چې زه زورولم، آن زموږ تر کوره راپسې راغی. کله چې مې ورور هغه ولید نو زما مور ته یې وویل. مور مې راته ډیره په غوسه شوه او راته یې وویل چې ته له هلکانو سره گرځي. خو په اصل کې ما داسې کوم کار نه وو کړی.»
سمیرا وایی یو شمیر کورنۍ د دې پر ځای چې په دغه شان حالاتو کې له خپلو لورګانو ملاتړ او ورسره مرسته وکړي، هغوی گرمې بولي او ورڅخه د زده کړې امکانات اخلي. دغه زده کوونکې زیاتوي: «په داسې حال کې چې یوې نجلۍ هیڅ څه هم نه وي کړي، بیا هم هغه ملامته بلل کیږي. په ځینو مواردو کې هلکان نجونې د هغوی تر کوره پورې څاري. که نجلۍ هر څومره هڅه وکړي چي یو هلک له دې کاره منعه کړي، بیا هم هغوی په خبره نه پوهیږي.»
د ټولنې او کورنۍ اصلاح
هغه نجونې چې د هلکانو له خوا زورول کیږي وایي چې د ځینو ټولنیزو لاملونه له کبله نه غواړي چې د زورونې پېښې له پولیسو سره شریکې کړي. دغه نجونې ټینگار کوي چې د دې ستونزې د له منځه وړلو یوازینی لاره د کورنیو او ټولنې اصلاح کول دي.
لطیفه یوه بله نجلۍ ده چې څو ځله د هلکانو له خوا زورول شوې ده. هغه وایي: «زه خپله چې کله ښوونځي ته زم نو هلکان مې زوروي. زه فکر کووم چې باید کورنۍ او ټولنه هلکان کنترول کړي چې نجونې و نه زوروي.»
که څه هم په وروستیو کلونو کې د ښځو د حقوقو مدافع سازمانونو د ښځو د زورونې د پدیدې د له منځه وړلو له پاره لاریونونه او سیمینارونه په لاره اچولي دي، خو اوس هم دغه موضوع د نجونو او ښځو له پاره لویې ستونزې رامنځ ته کوي.