1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پوځ مشر کابل ته تللی

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

په کابل کې د دفاعي چارو یو کنفرانس تر سره کیږي چې پکښې د یو شمیر هیوادونو جګپوړي پوځي چارواکي برخه اخلي. په دغو کسانو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/2sZqX
Pakistan Armee chef Qamar Javed Bajwa
انځور: Getty Images/AFP/S. Mirza

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په غونډه کې پر دې باندې بحثونه کیږي چې څرنګه په سیمه کې د مخ پر زیاتیدونکي ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وشي.

همداشان جګپوړي دفاعي چارواکي به په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر سر هم خبري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د نړۍ په کچه د افیومو ستر تولیدونکی هیواد دی.

په پام کې ده چې په کابل کې د سه شنبې ورځې په غونډه کې به امریکایي او د ناټو استازي هم ګډون وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي دي چې په غونډه کې به د ازبکستان او قزاقستان د پوځونو مشران هم ګډون وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د اعلامیې له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې جنرال باجوه د سه شنبې په ورځ کابل ته رسیدلی او اټکل کیږي چې د دفاعي چارو په یوه کنفرانس کې ګډون وکړي.

دغه غونډه په کابل کې د یو شمیر خونړیو بریدونو څه کم یوه میاشت وروسته تر سره کیږي. په کابل کې د بریدونو وروسته د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر او د کورنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پیغام سره اسلام آباد ته ناڅاپي سفر کړی وو.

هغه مهال افغان چارواکو ویلي وو چې اسلام آباد ته د کورنیو چارو د وزیر او ملي امنیت د رئیس د سفر موخه د کابل د وروستیو تروریستي بریدونو په هکله له پاکستاني چارواکو سره د ځینو «معتبرو اسنادو» شریکول دي.

تر هغې وروسته تیره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي د یوه پلاوي په رأس کې اسلام اباد ته سفر وکړ. خو تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دغه مذاکرات «پرته له کوم پرمختګ» څخه پای ته رسیدلي دي.

کابل ته پر باجوه سربیره د قزاقستان او او ازبکستان جګپوړي پوځي چارواکي هم تللي دي. د ارګ له لوري په یوه بیانیه کې راغلي دي چې د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوشنبې په ماښام ملاقات کړی دی.