1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل- هرات د لويي لاري موټر چلوونکو اعتصاب کړی دی

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبه

د کابل-هرات د لویې لارې د مسافر وړونکو اتحادیې د جگړې، غلاو او په زوره د پیسو اخیستو پر ضد په کاري اعتصاب باندې لاس پورې کړی دی. دغه اعتصاب د پنجشنبې له سهاره پیل شو.

https://p.dw.com/p/19YWG
Smoke rises from burning NATO supply trucks in Samangan province, July 18, 2012. A bomb planted by the Taliban destroyed 22 NATO trucks carrying supplies to their forces in northern Afghanistan, the Taliban and police said on Wednesday. REUTERS/ Stringer (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST)
Afghanistan NATO Tanklaster Bombeانځور: Reuters

د کابل-هرات پر لویه لاره باندې جگړه او ناامني د افغان حکومت له پاره په یوې لویې ستونزې باندې بدله شوې ده. طالبان پر دغه لویه لاره لارۍ او اکمالاتي کتارونه د پولیسو پوستو ته ډیر نزدې سوځوي.

میدان وردگو ته نزدې د «چشمه سالار» سیمه د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جگړې په میدان بدله شوې ده. ویل کیږي چې القاعدې دغه سیمه «د افغانستان فلوجه» نومولې ده ځکه طالبان نزدې هره ورځ په دې ځای کې لاریو ته اور اچوي.

موټر چلوونکو د دویچه ویله خبریال ته یو شمیر مسافر وړونکي موټر وښوول چې په مرمیو سوري شوي ول او د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو د جگړې له کبله یې ښيښې ماتې شوې وې.\

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کابل-هرات پر لویه لاره د پرتو ولایتونو والیانو ویلي ول چې د دغې لویې لارې امنیت به ټینگ کړي.

د مسافر وړونکو اتحادیو استازي خواجه عارف، وویل: «امنیت نه شته، که څه هم د پولیسو پوستې شته، د هغوی له مخه کسان وړي او ورڅخه پنځه یا لس لکه افغانۍ غواړي.»

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر دې لاره باندي د نویو پوستو جوړول به له امنیت سره مرسته وکړي. ښاغلی عارف وایي چې په ځینو مواردو کې غله ښځینه مسافر زوروي. هغه وایي: «هره ورځ پر دې لار باندي مسافر له موټرو کښته کیږي او له هغوی څخه پیسې اخیستل کیږي. هغوی [غله] ښځي بې ابرو کوي او بیا یې بیرته موټرو ته پریږدي. په داسې وضعیت کې موټروان ته څه ابرو پاتيږي.»

موټر چلوونکي وایي چې د کابل له دروازې څخه له وتلو سره جگړه او ناامني پیلیږي. هغوی زیاتوي چې په ځینو مواردو کې طالبانو د ملي اردو جامي اغوستي وي او له موټرو څخه مسافر کښته کوي او له ځان سره یې بیایي.

وسله والې غلاوې

د ابدالي مسافر وړونکي اتحادیې مرستیال حاجي احمدالله، وايي چې د کندهار-کابل پر لویه لاره غله موټر چلوونکي له ځان سره بیایي او د هغوی د آزادۍ په بدل کې د ۲۰ او یا هم ۵۰ سوو زرو افغانیو غوښتنه کوي.

د موټر چلوونکو په خبره کله چې هغوی د جگړې په منځ کې گیر پاته شي نو د څو ساعتونو توقف کولو ته هم مجبوریږي. یو تن موټر چلوونکی انور خان، وایي چې د پولیسو پوستې نه شي کولای چې د هغوی امنیت وساتي: «ډیره ستونزه د غلو له کبله رامنځ ته کیږي. ډیري پوستې جوړي شوي دي خو هغوی نه شي کولای د غلو مخه ونیسي.»

موټر چلوونکي وایي چې په ځینو مواردو کې وسله وال غله پر هغوی باندې ډزې کوي چې کله نا کله د موټر چلوونکوي، د هغوی د کلینرانو او یا هم د مسافرو د وژل کیدو لامل کیږي.

یو بل موټر چلوونکی امیر رحمان، پر لارو د ناامنیو په اړه وايي: «د موټر ښېښې ماتیږي، موټر اور اخلي ځکه پر لاره جگړه روانه وي. کله چې زموږ موټر له قطارونو سره برابریږي د دې له کبله چې ډیر وخت هغوی ته اور اچول شوی وي، زموږ موټر هم په لمبو کې سوځي.»

موټر چلوونکي او د مسافر وړونکو اتحادیو استازي وايي چې تر هغه وخته پورې چې د کابل ـ هرات د لویې لارې امنیت نه وي ټینگ شوی، هغوی به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.