د کابل سختي یخي هوا، ستانه شوي کډوال له ستونزو سره مخامخ کړي
د نارویجین ریفیوجي کونسل، د وینا له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د کور دننه بې ځایه شوو افغانانو څخه پنځلس زرو په کابل کې اړولي دي. د هغوی په خبره ډېر کډوال په ناوړه شرایطو کې ورځي شپې سبا کوي.
د «سیمیول هال» فکري بنسټ د څیړنیز رپوټ له مخې په کابل کې تر پنځوسو زیات داسې ځایونه شته چې پکښې د هیواد دننه بې ځایه شوي افغانان او یا هم له پاکستان او نورو سیمو څخه هیواد ته بیرته راستانه شوي مهاجر ژوند کوي.
په ۲۰۱۶م کال کې له پاکستان څخه تر ۶۰۰ زرو زیات افغان مهاجر بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي. ویل کیږي چې عامه انگیرنه داسې ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو پر ضد اقدامات او په خپله خوښه هیواد ته ستنیدونکو مهاجرو له پاره د مرستو ډیرویدو له کبله په دغه شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د «سیمیول هال» د فکري بنسټ د سروې له مخې د کابل په شا او خوا سیمو کې په جوړو شوو کمپونو کې د هیواد دننه بې ځایه شوي کسان او یا له گاونډیو هیوادونو څخه راستانه شوي افغان مهاجر په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. ویل شوي چې په اوسط ډول د هرې کورنۍ میاشتنې عاید ۶۸۵۵ افغانۍ دی.
په دغو مؤقتي کمپونو کې افغان کورنۍ د سختې یخنۍ څخه د بچ کیدو له پاره دغه شان د سونگ توکي کاروي. ځيني راستانه شوي مهاجر د خوراکي توکو، گرمو جامو او د اوسیدنې د مناسبو ځایونو له کمښت سره مخامخ دي.
۷۰ کلن شالې خان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر شوی وو. کابو درې میاشتې دمخه هغه له خپلو لمسیانو سره له پاکستانه تش لاس بیرته راوگرځید. د نارویجین ریفیوجي کونسل یا د ناورې د کډوالو شورا نومې بنسټ د شالي خان د کورنۍ له پاره یو کور جوړ کړ. خو اوس په کابل کې د سختۍ یخنۍ په موسم کې د اوسیدو مناسب بندوبست نه لري.
یو ځوان هلک د مرستندویه ادارې له لورې د جوړي شوي بمبې په واسطه له کوهي څخه اوبه راباسي. دغه ځای ته څیرمه د هیواد دننه بې ځایه شوي او همداشان له گاونډیو هیوادونو راکډه شوي یو شمیر افغانان هم اوسیږي.
له ميدان وردگو ولایت څخه یوه راکډه شوې میرمن د کابل په اطرافو کې د واورې په اوبو باندې کالي وينځي.
روانۍ اوونۍ واورو کابل وپوښه. واورې او سختۍ یخنۍ هغه افغانان چې د خونو د گرمولو له پاره ښه بندوبست نه لري، لا له ستونزو سره مخامخ کړل.
خپل هیواد ته راستانه شوي دغه ماشومانو په واوره کې لوبې کول خوښیږي. د نارویجین ریفیوجي کونسل له دغو ماشومانو سره د کمپلو، گرمو جامو او بوټانو مرسته کړې ده. خو دغه اداره وایي چې اوس هم په کابل کې ډېري کورنۍ د یخنۍ په موسم کې مرستو ته اړتیا لري.
کمرې د اووه کلنې شکریې او یوې کلنې بي بي هوا پر مخ مسکا خپره کړې. بي بي هوا له یخنۍ څخه د خونديتوب له پاره مناسبو خوړو او یا هم د لرگیو او یا گازو بخارۍ ته اړتیا لري.
له پاکستانه خپل هیواد ته ستانه شوي یو شمیر افغان کډوال وایي چې د مناسبو خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي. پر دې سربیره هغوی وایي چې نه سکاره لري او نه لرگي، نو یوازې د اور لگولو له کبله خپل ماشومان له یخنۍ نه شي ساتلی.
یوه کلنه شایما او اته کلنه بي بي عایشه، د یوې مرستندویه ادارې له لوري د جوړ شوي کور د باندې ولاړې دي. د هغوی کورنۍ چې څو لسیزې په پاکستان کې ژوند کړی وو اته میاشتې تر مخه خپل هیواد ته ستنه شوې.