1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل او اسلام آباد د اړیکو د ترینګلې کیدو اندیښنه

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

سیاسي شنونکي وایي چې په جلال آباد کې د پاکستان قونسلګرۍ یوه کار کوونکي د وژل کیدو پیښه ښایي د دواړو هیوادونو اړیکي لا پسې ترینګلې کړي. پاکستان د دغې پيښې په تړاو په اسلام آباد کې افغان شارزادفیر ته احتجاج کړی.

https://p.dw.com/p/2nFcK
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، او لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، دغه پيښه په کلکه غندلې ده او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، افغانستان ته په دغه پيښه احتجاج هم کړی دی. نیر اقبال، د سه شنبې په ورځ پلازمینه اسلام آباد کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه د جنازې په مراسمو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف او یو شمیر نورو چارواکو ګډون درلود.

یو شمیر سیاستوال او شنونکي په دې آند دي چې دغه پيښه ښایي د دواړو هیوادونو اړیکي لا پسې ترینګلې کړي. د پاکستان د سنا مجلس غړي عثمان کاکړ، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترهګرو د پټنځایونو او په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو په هکله لا تر مخه وضعیت ترینګلی وو او ښایي دغه وضعیت لا پسې شدت ومومي.»

د نوموړي سناتور په خبره لومړی په پاکستان کې د افغانستان د یوه ولایت مرستیال والي او د هغه خپلوان وتښتول شول او اوس دغه خواشینونکي پیښه رامنځ ته شوه. عثمان کاکړ وړاندې ویلي دي چې دواړه هیوادونه باید خپلې اړیکي ښې کړي او په ګډه اختلافات حل کړي، څو په سیمه کې امن راشي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې عثمان کاکړ وویل: «افغانستان کې ولسمشر غني خپل پارلمان، کابینه او خلک ناراضه کړل او پاکستان ته یې د دوستۍ لاس وغځوه، خو په افغانستان کې بریدونه لا پسې زیات شول چې له کبله یې اشرف غني له سختو ستونزو سره مخامخ شو. تر کوم وخته چې اسلام آباد د ترهګرو د پټنځایونو د ختمولو نړیواله غوښتنه پوره نه کړي په افغانستان کې سوله ممکنه نه ده.»

خو له بل اړخه ځیني شنونکي په دې آند دي چې پر پاکستان باندې تورونه لګول جواز نه لري. متقاعد ډګروال انعام الرحیم د قونسلګرۍ د کارکونکي د وژنې په تړاو وویل: «پاکستاني چارواکو دا خبره وپلټله چې پاکستان ته د کوم افغان چارواکو د راتګ ادعا کیږي، هغوی راغلي وو که نه. خو له سجیل څخه معلومیږي چې دغسې کوم کس د درملنې یا بل کوم مقصد له پاره نه دی راغلی.»

دغه شنونکی زیاتوي چې کوم پاکستان وګړی چې وژل شوی دی هغه په یوه خوندي سیمه کې اوسیده او دغه قتل دا په ګوته کوي چې هلته د هند حضور مخ پر پراخیدو دی. د انعام الرحیم په خبره امریکا متحده ایالات هند ته په افغانستان کې نقش ورکول غواړي، خو په وینا یې د دغسې نقش ورکولو په صورت کې ښایي دغه شان پیښې لا پسې ډیرې شي.

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې پاکستان په اسلام آباد کې د افغانستان شارزدافیر وربللی وو، څو د قونسلګرۍ د کارکوونکي د وژل کیدو په هکله ورته احتجاج وکړي. د رپوټونو له مخې نیر اقبال رانا د دوشنبې په ماښام په جلال آباد کې د نامعلومه موټر سایکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوی وو.

عبدالستار، اسلام آباد