1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د میوو صادرات ولې کم شوي؟

۱۳۹۵ دی ۱۳, دوشنبه

د پاکستان او افغانستان د اړيکو د خرابیدو له کبله، دې هیواد ته د افغانستان د تازه ميوې د صادراتو کچه راټیټه شوې. په تير کال کې افغانستان يوازې ۱۵ زره ټنه ميوه صادره کړې.

https://p.dw.com/p/2V7wZ
Afghanistan Trauben Ausstellung (Bildergalerie)
انځور: DW/H. Hashimi

د افغانستان د جنوبي ولايت کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د انګورو يو بزګر عبدالصمد وايي چې پر خپلو ځمکو یې د انګورو د کښت له پاره ډيره پانګونه کړې وه خو د پاکستان له خوا په وار وار د سرحد د بندولو پريکړې دی له ستونزو سره مخامخ کړی دی. صمد وايي: «موږ بيرته د کوکنارو د کرلو پرته بله هيڅ لار نه لرو، دا د ميوو په مقابل کې موږ ته ډير ګټور تماميږي.»

انار او انګور د افغانستان مهم زراعتي توکي دي خو د فضايي لارو د محدوديت او د ګاونډي هيواد پاکستان له خوا  وار په وار د ځمکنيو لارو بندیدو د افغانستان د ميوو پر صادراتو تر ټولو زياته ناوړه اغيز اچولې ده.

په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر غځيدلو سړکونو د ميوو د ډکو لاريو کتارونه يوه عادي خبره وه. خو پر سرحد د ډزو د تبادلې او نورو پیښو له کبله د کابل او اسلام آباد د حکومتونو ترمنځ د ترنګلتياو په نتيجه کې د دواړو هيوادونو تر منځ مرکزي ګزرګاوې په څو ځلي بندې شوې او په نتيجه کې یې په سونو ټنه ميوه ضایع شوه.

په ۲۰۱۵ کال کې له افغانستان څخه څه نا څه ۵۲ زره ټنه انار پاکستان، متحده عربي اماراتو او هند ته صادر شول. خو په ۲۰۱۶ م کال کې  د دې صادراتو حجم يوازې ۱۵ ټنه وو. په صادراتو کې کمښت يوازې  د انارو پر تجارت نه بلکې د نورو افغاني توکو پر خرڅلاو هم اغيز کړی دی.

په کندهار کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر نصرالله ضمير، وويل: «موږ له کندهاره ۴۰ زره ټنه انګورو صادرولو ته چمتو وو خو پاکستان په اکتوبر مياشت کې ۱۷ ورځې خپل سرحد تړلی وو او زموږ بزګرانو ونه کولای شول خپل انګور صادر کړي.»

همدا راز د افغانستان رزاعت وزیر اسد الله ضمير، تور لګوي چې د پاکستان حکومت پر سرحد د خراب امنيتي وضعيت په پلمه په اصل کې د افغانستان صادراتو ته زيان رسول او خپل ځاي بزګران د سیالي څخه ژغورل غواړي.

خو دا خبره مهمه ده چې په افغانستان کې په لويه کچه روان د کوکنارو کښت د وسله والو طالبانو د تمويل باعث کيږي. افغان حکومت د اوږدې مودې راهيسې هڅه کوي چې بزګرانو ته د ميوو او زعفرانو د کرلو بدیلې لارې چارې برابرې کړي خو دغه هڅې ډيرې بريالې نه دي. د کوکنارو کښت نن سبا هم په ډيرو ښارونو کې د ګټې يوه مهمه سرچينه ده. د ۲۰۱۵م کال په پرتله په تير ۲۰۱۶م کال کې د کوکنارو کښت لس سلنه زيات شوی وو.