د ښکلا په ملکو کي هندۍ مېرمني
ريتا فاريا لومړۍ هندۍ وه چي په ۱۹۶۶م کال د نړۍ د ښکلا ملکه وټاکل سوه. په دغه انځوريز راپور کي هغه هندۍ مېرمني پيژندلای سئ چي د ښکلا نړيوالي سيالۍ يې ګټلي دي:
ريټا فاريا
په ممبئ کي زېږېدلي ريټا فاريا لومړۍ آسيايي او هندۍ وه چي په ۱۹۶۶م کال کي يې د مس ورلډ يا د ښکلا د نړيوالي ملکې سيالي وګټله. کله چي هغې ته په فلمونو کي د کار کولو وړانديز وسو، نو هغې انکار وکړ. ريټا د ښکلا لومړۍ ملکه وه چي وروسته ډاکټره هم سوه.
ششميتا سېن
ششميتا سين هغه هندۍ ده چي د «مس يونيورس» يا د کايناتو د ښکلا ملکې سيالۍ يې په ۱۹۹۴م کال کي وګټلې. دغې مېرمنې زيات وخت د ماډلې په توګه کار وکړ او بيا يې فلمونو ته هم مخه کړه.
ايشوريا رای
ايشوريا رای په ۱۹۹۴م کال کي د نړۍ د ښکلا ملکه سوه. هغه وخت دا ۲۱ کلنه وه. دغې مېرمني وروسته په فلمونو کي تمثيل پېل کړ.
ډېنا هېډن
ډېنا هېډن د هند په حيدرآباد کي زېږېدلې ده او دريمه هندۍ مېرمنه وه چي د نړۍ د ښکلا ملکه سوه. هغې دغه تاج په ۱۹۹۷م کال کي پر سر کړ. دغې مېرمني وروسته د بريتايې د رايل اکېډمي کي ډراماټيک هنرونه ولوستل او بيا يې په څو فلمونو کي هم کار وکړ.
يکتا مکهي
يکتا مکهي په ۱۹۹۹م کال کي د نړۍ د ښکلا ملکه سوه. هغې په لندن کي له ۹۹ هيوادونو څخه راغلو نورو مېرمنو سره د ښکلا په دغه سيالي کي ونډه واخيسته. دغې مېرمني هم وروسته فلمونو ته مخه کړه خو بريالۍ نه وه.
لارا ډوټا
په ۲۰۰۰م کال کي د هند سره تړاو درلودونکې مېرمنې لارا ډوټا د نړۍ د ښکلا تاج خپل کړ.
پريانکا چوپړا
د ۱۹۹۴م کال په شان په ۲۰۰۰م کال کي هم د «مس يونيورس» او «مس ورلډ» (د نړۍ د ښکلا) ملکې خطابونه د هند په برخه سول. پريانکا چوپړا «مس ورلډ» (د نړۍ د ښکلا) مکله سوه چي په فلمونو کي يې هم زياتې کاميابۍ په برخه سوې. هغه د نړۍ په۱۰۰ زياتو واکمنو مېرمنو کي هم وشمېرل سوه.
مينوشي چيلر
تر۲۰۰۰ کال وروسته بيا زيات کلونه تېر سول او له هند څخه کومه مېرمنه د نړۍ د ښکلا ملکه نه سوه. خو په ۲۰۱۷م کال پسله ۱۷ کالو څخه مينوشي چيلر لومړۍ هندۍ وه چي د مس ورلډ لقب يې خپل کړ. د ريټا فاريا په شان دا هم د طب محصله ده.