«د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی»
۱۳۹۱ آذر ۵, یکشنبهد افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وایي چې په تیرو اوو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۰۰۰ پیښې یې ثبت کړي دي. په داسې حال کې چې د ښځو چارو وزرات بیا دغه شمیر ۳۵۰۰ ښیي.
د افغانستان د ښځو چارو د وزرات چارواکو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د د ختمولو په نړیواله ورځ ویلي دي چې د دغه وزارت ټول نهادونه باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو کې همکاري وکړي.
د افغانستان د ښځو د چارو وزیرې حسن بانو غضنفر، ویلي دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه وخت راټیټدای شي چې د هغه لاملونه له منځه یوړل شي:
«تر هغه وخته چې د تاوتریخوالي عوامل له منځه ولاړ نه شي، که د وزارتونو شمیر له یوه څخه دیارلسو ته هم لوړ شي دغه تاوتریخوالی له منځه نه شي وړای. مونږ په وار وار د تاوتریخوالي لاملونه شمیرو او لا تر اوسه هم د دغه لاملونو په اړه څیړنې روانې دي.»
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د ۱۳۹۰ کال په اوږدو کې په دغه کمیسیون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي درې زره پیښې ثبت شوې وې، خو په روان کال کې د تاوتریخوالي ارقام د اندیښنې وړ لوړوالی ښیي.
د نوموړي کمیسیون د ښځو د څانگې کمشنرې ثریا صبحرنگ، خبریالانوته ویلي دي چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی ۲۸ سلنه زیات شوی دی.
صبحرنگ زیاته کړې ده چې د تاوتریخوالي ډولونو هم بدلون موندلی دی: «د تاوتریخوالي ډولونو هم ډیر خراب او بیرحمانه شکل غوره کړی دی. مونږ د ۶۰ څخه زیاتو د ناموسي قتلونو پیښې ثبت کړي دي. په ځیني حالاتو کې میرمن یې ویده یې او د هغې سر د آشپزخانې په چاړه له تنه جدا کړای شوی دی.»
نوموړې کمشنرې په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دولت د حاکمیت ضعف، د زورواکو د نفوذ غځیدل او د خپل سرو خلکو د ډلو ډیریدل د دې لامل شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه کړي.
میرمن صبحرنگ وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راټیټولو له پاره یو ملي پروگرام ته اړتیا ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ۱۳۸۲لمریز کال څخه تر ۱۳۹۰لمریز کاله پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تړاو ارقام ثبت کړي چې د یوناما له خوا وړاندې شوي وو. د دغه کلونو په اوږدو د سوځیدو ۱۳۳، د ځان وژنې ۳۳۳، د قتل ۵۱۵، د جنسي تیري ۴۵۱، له کورونو څخه د تیښتې ۴۳۸، د ښځو د قاچاق کولو ۴۰ او د اجباري ودونو ۲۴ پیښې ثبت شوي دي.همدارنگه د وهلو او ټکولو شاوخوا ۲۳ زره پیښې رامنځ ته شوي دي.
حسین سیرت/سید ریاض
کتونکی: احمد ولي اڅکزی