1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښځو پر ضد تاوتريخوالی په آلمان کي ځای نه لري»

احمد ولي اڅکزی(مارکس بېټینا)۱۳۹۳ اسفند ۱۶, شنبه

ولسمشر يوآخيم ګاوک د ولسمشرماڼۍ ته د ښځو د نړۍ والي ورځي په تړاو يو سيمپوزيوم بللی ؤ. ګاوک د مېرمنو او انجونو پر ضد تاوتريخوالی په سختو الفاظو وغانده. يوې ترک نژاده ممثلي د وينا پر وخت اوښکي وبهېولې

https://p.dw.com/p/1En55
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د يوې څېړني د پايلو له مخي په آلمان کي هره دريمه مېرمنه په خپل ژوند کي حد اقل يو ځل د تاوتريخوالي قرباني سوې ده. د دې تر څنګ هري پنځمي مېرمنې د خپل ژوند د شريک او يا هم د خپلي کورنۍ د نژدې کس د لاسه تاوتريخوالی ليدلی دی. هغه مېرمني چي د کورني تاوتريخوالي له کبله زيان ويني، شمېر يې د داړه مارۍ، وسلو او غلاؤ تر قربانيانو زيات دی. په آلمان کي هر کال تقريبا ۴۰ زره مېرمني او د هغوی ماشومان د امن کورونو ته مراجعه کوي.

د آلمان ولسمشر يوآخيم ګاوک يادي شمېرې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي رابلل سوي سيمپوزیوم ته وړاندي کړې. دغه غونډه د مېرمنو د نړۍ والي ورځي په مناسبت رابلل سوې وه. د ګاوک د څهرې څخه د هغه خواښيني څرګندېدله کله چي يې په آلمان کي د مېرمنو په وړاندي د تاوتريخوالي دغې شمېرې په خپله وينا کي وړاندي کولې. هغه وويل چي حقوقي وضعه يو شی ده او حقيقت بل شی.

په قانون او حقيقت کي فرق لا پاته دی

ګاوک وويل چي د هغه باوجوده چي د آلمان په اساسي قانون کي د ښځو او نارينه ؤ مساوي حقوق تضمين سوي دي، خو بيا هم په آلمان کي د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي قضيې موجوده دي. د هغه په وينا که څه چي په تيرو کلونو کي په قانوني توګه د مېرمنو حقونه لا زيات سوي دي، خو په عمل کي اوس هم ستونزي وجود لري.

آلماني ولسمشر په خپله وينا کي وويل چي د تاوتريخوالي د قرباني يو شمېر مېرمنو سره يې پخپله خبري کړي دي. د هغه په وينا اوس هم د ښځو او انجونو په وړاندي تاوتريخوالی موجوده دی. ګاوک په همدغه ورځ په برلين کي د ښځو د حقونو د مدافع سازمان «د ښځو د نړۍ» د دفتر څخه ليدنه وکړه. دغه سازمان د کورني تاوتريخوالي د قرباني مېرمنو لپاره فعاليت کوي. د ياد سازمان د «لانا» په نوم يوه پروژه په آلمان کي د اوسېدونکو هغو نجونو او مېرمنو سره کومک کوي او هغوی ته مشورې ورکوي، چي د کډوالۍ شاليد لري او په خپله کورنۍ کي د تاوتريخوالي سره مخامخ وي.

د کډوالۍ شاليد درلودونکي يو شمېر مېرمني او انجوني د خپلي کورنۍ له خوا د ناموس په نوم د قتلېدو او تاوتريخوالي د ګواښ سره مخامخ کيږي. په دې ترڅ کي د جبري ودونو موضوع هم ډېري انجوني د ګواښ سره مخامخ کړي دي.

کېکيلي اوښکي وبهېولې

د «لانا» پروژه چي د دغه ډول مېرمنو سره مرسته کوي په ۲۰۰۸م کال يې تر ۱۰۰۰ څخه زياتو داسي کمسنو انجونو سره کومک وکړ چي د جبري ودېدو د ګواښ سره مخامخ وې. د «ښځو نړۍ» سازمان رئيسي کريسټا شټوله وويل چي دا صرف د هغو انجونو شمېر دی چي دوی ته يې مراجعه کړې. د هغې په وينا اصلي شمېري ښايي تر دغه څو چنده جګي وي.

ولسمشر یواخیم گاوک
ولسمش یواخیم گاوکانځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د ولسمشرۍ په ماڼۍ کي د جوړ سوي سيمپوزيم يوه ويناواله ترکي نژاده آلمانۍ ممثله زيبل کېکيلي هم وه. هغې د خپلي وينا پر وخت وويل چي د شخصي آزادۍ پر لور مزل يې ډېر ستونزمن او ستړی کوونکی ؤ. هغې د خپل داستان بيانولو پر وخت اوښکي هم توی کړې چي له کبله يې حاضرين ډېر غمګين سول. هغې په آلمان کي اوسېدونکو ترکي «پلرونو، ورونو او مېړونو» ږغ وکړ چي د خپلي کورنۍ د ښځينه ؤ د غوښتنو احترام دي وکړي.

ولسمشر يوآخيم ګاوک په آلمان کي د مسلمانو مېرمنو پر ضد د کورنيو تاوتريخوالی په سختو الفاظو وغانده. هغه وويل چي هيڅ شی هم د مېرمنو د حقونو پر ضد عمل او تاوتريخوالی نه سي توجيه کولای. د هغه په وينا د کډوالۍ په هيواد آلمان کي د دا ډول بشري حقونو ضد اعمالو لپاره ځای نه سته.