1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډوبي سوي کښۍ د قربانيانو شمېر نور هم زيات سوی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۱۲, جمعه

د ايټاليا لمپي دوسا ټاپو ته نژدې د ګډوالو په یوې کښتۍ کې تر اور لګیدو او بیا د کښتۍ تر ډوبیدو وروسته تر اوسه پورې د ۱۳۳ کسانو مړي موندل سوي دي. په دغه کښتۍ کي تر پنځه سوو زيات پناغوښتونکي سپاره ول.

https://p.dw.com/p/19tZO
انځور: picture-alliance/dpa

د ايټالوي چارواکو په حواله تر اوسه پوري نزدې ۱۵۰ تنه ژغورل سوي دي او نزدې ۲۲۰ تنو برخليک لا تراوسه پوري نا معلومه دی. اوس د دې بیره موجوده ده چي کيدای شي لادرکه کسان ټول مړه سوي وي.

د ايټاليا د ساحلي گارد يوه وياند د پنجشنې په ورځ ماښام وويل چي د لادرکه سویو کسانو د ژغورولو هيلي کمي سوي دي. د هغه په خبره خلک د سهار وختي راهيسي په اوبو کي ورک دي.

د پنا غوښتونکو په موندل سوو مړو کي درې تنه کوچنيان او دوې تنې اميدواره ښځي هم شاملي دي. د لمپي دوسا ښاروال د انسا خبري آژانس سره خبرو پرمهال په داسي حال کي چي له سترگو څخه يې اوښکي هم رواني وې وويل: «پنا غوښتني هيڅ خبره نه اوري چي دغه شان سفرونه د ژوند په بيه تماميږي.»

د کورنيو چارو وزير الفانو د اروپايي غزميزي خبره کوي

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير انجلينو الفانو وويل چي لومړی د کډوالو د کښتې ماشين درېدلی او بيا اوبه ور ننوتلي دي. د هغه په خبره کډوالو په دې خاطر چي ساحلي ساتونکي يې وويني په کښتۍ کي اور بل کړی وو او اور بيا تر کنترول وتلی وو. کله چي اور ډيريږي کډول ټول د کښتې يوې خواته ځي چې له کبله یې کښتۍ دوبه سوې ده.

د ايټاليا لومړي وزير د جمعې ورځ د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده هغه ويلي دي چي دا «يوه ستره غمیزه ده.» د کورنيو چارو وزير الفانو وويل: «دغه دردوونکې پېښه یوازي د ايټاليا له پاره نه، بلکي د ټولي اروپا له پاره ده.» د لمپې دوسا ټابو بايد د ايټاليا سرحد نه بلکي د ټولي اروپا سرحد وټاکل سي.

اروپايي ټولنه غواړي پر قاچبرانو باندي کړۍ تنگه کړي

دغي پيښي د کاتوليکانو ستر مذهبي مشر پاپ فرانسيس هم سخت غمجن کړی دی. پاپ د روان کال په جولای مياشت کي دغه ټاپو ته ورغلی وو. واتيکان ويلي دي چي په دې اړه بايد نړيوال سره کښېني او د دغه شان ناورينونو مخه ونيوله سي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې مسئول انتونيو گوتيرس ويلي دي چي د دغه خبر په اورېدلو سره ډير خواشينی سوی دی. په دغه سيمو کي د ښې هوا په خاطر اوس له افريقا څخه ډير پنا غوښتونکي په کښتيو کي اروپا ته پنا وړي.

په روان کال کي ايټاليا ته د کښتيو له لاري نزدې ۲۲۰۰۰ پنا ور وړونکي ور رسېدلي دي چي دا د ۲۰۱۲ کال په پرتله درې برابره دي.