1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د چین ټوله کرکټ لوبډله په ۲۸ منډو وسوزیدله

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د نړیوال کرکټ لیګ په سیمه ییز لارموندنې سیالیو کې د سعودي عربستان لوبډلې چین ته په ۳۹۰ منډو نه حیریدونکې ماته ورکړه. په تایلنډ کې د چین ټولو لوبغاړو په مشکل سره ۲۸ منډې جوړې کړې.

https://p.dw.com/p/2bkTk
China Cricket
آرشيف انځورانځور: Imago/Xinhua

لوموړی د سعودي عربستان لوبډلې بیټټینګ یا توپوهنه پيل کړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د چين پر وړاندې ۴۱۸ رنزه یا منډې جوړې کړې. د سعودي عربستان لوبډلې له خوا محمد افضل سینچري یا سلیزه جوړه کړه، په داسې حال کې چې د دغې لوبډلې کپتان پر ۲۴ توپونو ۵۰ رنزه جوړ کړل.

په ځوابي لوبه کې د چین د لوبډلې توپوهونکي وتوانیدل چې یوازې ۱۲،۴ اورونه ؤ لوبیږي. د چین هغه لوبغاړی چې تر ټولو ښه لوبه یې وکړه یوازې ۱۳ منډې جوړې کړې.

په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې تر ټولو د کمو رنزونو یا منډو جوړولو ریکارډ د زمبابوی هیواد د لوبډلې وو. زمبابوی په ۲۰۰۴ کال کې د سریلانکا پر وړاندې په یو ورځني پنځوس اوریزو سیالیو کې یوازې ۳۵ رنزه جوړ کړي ول.

خو د چین د لوبډلې دغه لوبه د ویسټنډیز د ۱۹ کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبغاړو له هغې نړیوال یو ورځنۍ لوبې څخه ښه وه چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د کاربین د بارباډوس هیواد د لوبډلې پر وړاندې په ګانا هیواد کې کړې وه. په دغه سیالۍ کې د وسټنډیز انډر ناینټین لوبډلې یوازې ۱۸ رنزه کړي ول. د کرکټ دغه ټورنمنت (ICC World Cricket League) چې په تایلنډ هیواد کې ترسره کیږي د سعودي عربستان لوبډلې له پاره د ۲۰۲۳ کال د ورلډ کپ یا د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د کوالیفائې کولو پر لور لومړی ګام دی.

دغه سیالي تیره ورځ د تايلنډ هیواد په شمالي ښار چیانګ مئ کې ترسره شوه. د یو شمیر نورو هیوادونو په ګډون په دغه ټورلمنټ کې د نائلنډ، بحرین، بوټان، کویت او قطر هیوادونو لوبډلو ګډون کړی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.07.2015):