1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شي جين پينگ افکار د گوند د اساسي قانون برخه شول

۱۳۹۶ آبان ۲, سه‌شنبه

د چين د دولتي او گوندي مشر شي جين پينگ ايديالوژي رسماً د کمونيستي گوند په اساسي قانون کې شامله کړل شوه. دا گام پر دې دلالت کوي چې شي جين پينگ تر مائوتسه تونگ وروسته د چين تر ټولو ځواکمن رهبر دی.

https://p.dw.com/p/2mOWH
China Peking Kommunistischer Parteitag Xi Jinping
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Han Guan

د سه شنبې په ورځ د چين کمونيستي گوند اعلان وکړ چې د گوندي مشر شي جين پینگ نوم او فلسفه د گوند په اساسي قانون کې ور اضافه کړي. د کمونيست گوند د ۱۹مې کانگري کابو۲۳۰۰ گډونوالو په پينکنگ کې په يوه خوله پر دې توافق وکړ چې د «عصري پير» له پاره د چينايي ځانگړتيا درلودونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينگ افکار د گوند د بنسټ ايښوونکي مائوتسه تونگ او د گوند د وروستي مشر دنگ شياو پينگ چې نوم یې بيا تر مړينې وروسته په اساسي قانون کې درج شو، ترڅنگ په اساسي قانون کې شامل کړل شي.

د مخکښو افکارو په درک کې ستونزه

په دې تو گه به د ماو او د دنگ شياو پينگ وروسته شي جين پينگ دريم گوندي مشر وي چې نوم یې د گوند په اساسي قانون کې درجيږي.

د کانگرې گډونوالو پريکړه وکړه چې د شي مخکښه افکار د گوند د ۸۹ ميلیونه غړيو له پاره بايد د يوه «څراغ» په معنا وي. شي جين پنيگ د غونډې په پای کې «د چين د ځانگړتيا لرونکي سوسالیزم د رامنځته کولو د نوي سفر» د پیل غږ وکړ.

خو د کار پوهانو په آند د شي پر مخکښه افکارو او نظرياتو پوهيدل يو څه ستونزمن دي. د نوموړي رهنما اصول پر دې ټینگار کوي چې کمونيست گوند بايد د ټولني پر هره برخه کې ډير روښان نقش ولري، د اقتصاد څخه نيولې بيا تر ټولنې او رسنيو پوري. دی د يوه داسې چين د رامنځته کولو له پاره هلې ځلې کوي چې په اقتصادي او پوځي توگه ډير ځواکمن وي او وکولای شي په نړۍ کې يو ډير ستر نقش ولوبوي.

د پيکنگ د پوهنتون د سياسي علومو پخوانی استاد زانگ منگ وويل: «اوس د شي جين پينگ پير دی» ده زياته کړه: «دا خورا مهم دي چې هغه يو نوی او خپل عصر پيل کړي.»  تبصره کوونکي دنگ يومن بيا وايي: «محتوا مهمه نه ده، خو دا چې د ده نوم په اساسي قانون کې شامل کړل شو، دا پريکړنده ده.»

شي خپل واک پراخوي

د يوه گوندي مفکر د لقب تر خپلولو وروسته او هغه هم واک ته تر رسيدو يوازې پنځه کاله وروسته، شي غواړي چې خپل واک نور هم پراخ کړي. په غونډه کې د گوند په مرکزي کميټه کې هم تغيرات راوستل شول چې په دې توگه به ۶۴ کلن شي خپل نور باوري ملگري د دې کميټې برخه کړي.

تر گوندي کانگرې وروسته به د چهار شنبې په ورځ د مرکزي کميټې کابو ۲۰۰ غړي نوموړې د نورو پنځوو کلونو له پاره د گوند د عمومي منشي په تو گه وټاکي. دغه کميټه به نوی سياسي دفتر او د دې دوامداره کميټه هم تائید کړي.