د څو میلیوني غلا شوي سکې نامعلوم برخلیک
۱۳۹۶ تیر ۲۳, جمعهد څو تنو شکمنو کسانو له نیولو سره سره، د آلمان د پولیسو د ویاند په حواله تر اوسه پوري د څو میلیون یورو ارزښت لرونکې غلا شوې سکې کوم څرک نه دی معلوم. دغه سکه د برلین له یوه موزیم څخه غلا شوې ده.
د تیري چهار شنبې په ورځ (جولای پر ۱۲) د دې سکې د غلا په تړاو د درو کسانو د نیولو خبر خپور شو. د پولیسو په وینا دغه نیول شوي کسان هغو کسانو ته ډیر ورته والی لري چې سکه یې د برلین له موزیم څخه غلا کړې ده.
تر دې وړاندي، پولیسو د دې سکې د غلو ځيني داسې عکسونه خپاره کړي ول چې پکښې دغو کسانو تور کالي اغوستي ول. پولیسو له خلکو غوښتي چې د دې کسانو په هکله هر راز معلومات ولري، نو سمدلاسه دي يې له پولیس سره شریک کړي.
له معلوماتو سره سم، پولیسو ته داسې معلومات ورکړل شوي چې د دې کسانو د پیژندنې په هکله یې مرسته کړې ده. د چهارشنبې په ورځ د دغو درو کسانو تر نیولو وروسته، کابو ۳۰۰ ځانګړو پولیسو د برلین د «نویه کلن» په سیمه کې د ډيرو شکمنو کسانو کورونه او د طلا پلورونکو څو دوکانونه هم پلټلي دي.
د پولیسو د ویاند په حواله، تر اوسه پوري د غلا شوې طلايي سکې او یا د هغې د ویلي کیدو هیڅ څرک نه دی معلوم.
د دې غلا شوې سکې قطر ۵۳ سانتي متره، ډبلوالی یې ۳ سانتي او وزن یې شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه دی. پر دې سکې باندې د بریتانیا د ملکې الیزابت دوهمي پر انځور سربیره د دې سکې ارزښت چې یو میلیون یورو دی، رسم شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دې سکې د خالصې طلا ارزښت شاوخوا ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره یورو اټکل شوی دی.
زموږ له ارشيف څخه: