1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د څرخۍ الوتکي په رالوېدو کي جنرال غوري وژل سوی»

۱۳۹۵ آذر ۹, سه‌شنبه

د بادغيس چارواکي وايي چي د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کي د ملي اردو د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان د يوې څرخۍ الوتکي په سقوط کي وژل سوی دی.

https://p.dw.com/p/2TSJf
Karte Afghanistan Provinz Badghis Deutsch
انځور: DW

د بادغيس چارواکي وايي چي هغي څرخۍ الوتکي سقوط کړی دی چي جنرال محی الدين غوري او د باغيس ولايت ځيني سيمه ايز مشران نن د سه شنبې په ورځ مازدیګر د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ مورچاق سیمي ته الوتې وه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پيښه کې د ظفر قول اردو قومندان جنرال غوري او درې تنه نور وژل شوي او د بادغیس د ولایتي شورا مشر او د یاد ولایت د ملي امنیت عمومي رئیس له پيلوټانو سره د ټپیانو په ډله کې دي.

په مورچاق سیمه کې له څو ورځو راهيسي د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سخته جگړه روانه ده.

د بادغیس د والي ویاند خالد ساپي دویچه ویله ته د تليفوني خبرو پرمهال وویل چې په رالوېدلې څرخۍ الوتکه کي ۱۳ کسان سپاره ول او د بادغیس د مرکز قلعه نو څخه د بالامرغاب پر لور الوتې وه.

د ساپي په خبره، تر اوسه پوري یوازي د ظفر قول اردو قومندان جنرال محی الدين غوري مړینه تاید شوې او نور ټپیان او مړي هرات ته لیږدول شوي دي.

بله خوا وسله والو طالبانو په سيمه کې رسنیو ته ادعا کړې ده چې دغه څرخۍ الوتکه دوي را اچولې ده. خو د بادغیس د ولایتي شورا مرستیال فرید اخېزی بیا وايي چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله رالوېدلې ده.

په لویدیځ کې د ظفر قول اردو روغتون ډاکترانو ويلي دي چې په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

بالامرغاب د بادغیس ولایت يوه له نا ارامو ولسوالیو څخه بلل کیږې چې له مرکز قلعه نو سره یې ځمکنۍ لار له کلونو راهيسي پر پوځي کاروانونو تړلې چي اکمالات يې يوازي د هوا له لاري کیږي.