1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځيرک تليفون له لارې له معيوبانو سره مرسته

۱۳۹۶ آبان ۱۵, دوشنبه

په هند کې معيوبانو ته د لاسي تليفون د اپليکشنونو او چيټ گروپونو له لاري د ورځني ژوند په هلکه گټوري مشورې ورکول کيږي. د لاسي تليفونونو دې ايپ له پام وتلو کسانو په ژوند کې ډير بدلون راوستی.

https://p.dw.com/p/2n59f
Alzheimer und Pflege
انځور: Colourbox

په هند کې د معيوبو کسانو د ودونو له پاره د ځيرک تليفون د يوه اپليکيشن یا ايپ له لارې تر اوسه څو تنه خپل مرام ته رسيدلي دي. همدا راز د هغو معيوبو ښځو له پاره هم د واتس ايپ يو گروپ جوړ شوی چې مصنوعي پښې بايد ورته جوړي شي. په دې توگه دغه ښځې د واده له پاره د وړ تن له لټې څخه نيولې د بوټانو تر خوښولو پورې، پر هره موضوع له يو بل سره خبري کولای شي.

د «Inclusive Love» په نوم د ودونو د ايپ جوړونکې ۲۴ کلنه کلياني کهنا په دې اړه وايي: «کابو دوه پر دريمه برخه معيوبان مجبور دي يوازي ژوند وکړي. هغه ويپ پاڼې چې د ودونو له پاره د ملاقاتونو زمينه برابروي، معيوبو کسان ته چانس نه ورکوي. په دې توگه دغه کسان يوازې ژوند کولو ته مجبوريږي.»

په هند کې د معيوبو شمير تقريباً ۲۷ میليون ته رسیږي. د ټولنې دا کسان ظاهراً له پامه غورځول کيږي. معيوبان نه خو په عامه ترانسپورت کې د سفر جوگه وي او نه هم په آسانۍ سره رستورانتو او يا سينماو ته تلای شي څو د ژوند د ملگري په موندلو وتوانيږي.

Brasilien Mobiltelefon WhatsApp App
انځور: Imago/Fotoarena

د معيوبو نارينه وو په پرتله بيا معيوبې ښځې له زياتو ستونزو سره مخامخ کيږي او د دوی ژوند د نارينه وو په پرتله نور هم سخت وي. کورنۍ يې له دې امله پر ځان بار گڼي چې د دې ښځو د ودونو امکانات ډير کم وي. په هند کې «Inclusive Love» ايپ کابو ۱۹ زره ثبت شوي کارونکي لري چې ۸۰ سلنه یې نارينه دي.

همدا راز د هغو ښځو گروپ چې مصنوعي پښې لري، د کورنۍ له مسايلو څخه نيولې بيا د بوټانو او ورځني ژوند د نورو چارو په هلکه يو بل ته مشورې ورکوي او خپلې تجربې سره شریکوي.

د واتس ايپ دا گروپ چې د ممبي ښار کومو درو ښځو جوړ کړی هغوی خپله هم معيوبې دي. په دې ډله کې شامله ۲۵ کلنه انتارا تيلانگ د موسمي بارانو پر وخت د يوې ونې د چپه کېدو له وجې په پښو معيوبه شوې وه.

تيلانگ وايي: «دا گروپ يوازي زموږ د خبرو له پاره نه دی، بلکې په دې گروپ کې موږ د هر ډول ننگونو پر وخت يو بل ته حوصله ورکوو.»

زموږ له ارشيف څخه: