1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ځانمرګي بريدګر ماشوم قيمت ۱۰۰۰ ډالره دی»

ويتالي وولکوف۱۳۹۴ دی ۱۰, پنجشنبه

په افغانستان او د مرکزي آسيا په نورو هيوادونو کي ماشومان اختطاف کيږي او د ترهګرۍ په مراکزو کي روزنه ورکول کيږي. د دغو ماشومانو څخه د ځانمرګو بريدګرو په توګه هم کار اخيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/1HWPs
انځور: AP

د عراق او سوريې ترهګره ډله «اسلامي دولت» يا پخوانی داعش په يادو دواړو هيوادونو کي د ماشومانو د ځانګړي روزنې مراکز جوړوي. د رسنيو د خبرونو له مخي په دغو مراکزو کي هغوی ته د وسلې تربيه ورکول کيږي. په زياته بيا په سرحدي سيمو کي دغه ډول زيات کمپونه جوړ کړل سوي دي.

په ماسکو کي د عصري افغانستان د مطالعاتو د مرکز کارپوه اندرې سېرېنکو وايي: «د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کي طالبان د بريدګرو له پاره ځانګړی کمپ لري. هلته نه يوازي بالغانو ته بلکه ماشومانو ته هم د ځانمرګي بريدګرو په توګه تربيه ورکوله کيږي.» سېرېنکو د آلمان ږغ ډويچه وېله سره په مرکه کي زياته کړه: «د شپږو او اتو کالونو تر منځ عمر لرونکي ماشومان د بېلګي په توګه د دې تمرين کوي چي څوک د سړک د غاړي ماين څنګه ايږدي.» د دغه کارپوه په وينا د دغو ماشومانو روزنه د يو او شپږو کالو تر منځ وخت نيسي.

طالبان ماشومان بريدونو ته چمتو کوي

کارپوه اندرې سېرېنکو
کارپوه اندرې سېرېنکوانځور: Andrej Serenko

د سېرېنکو په وينا د افغانستان د بادغيس ولايت په ګورماچ سيمه کي د طالبانو يو مرکز دی. د هغه په وينا «هلته يو ډېر مشهور روزونکی ملا قيوم تربيه ورکوي. هغه ماشومانو ته د ځانمرګي بريد کولو روزنه ورکوي. زياتره دغه ماشومان يا خو اختطاف سوي وي او يا هم د خپل مور او پلار له خوا خرڅ کړل سوي وي.» د دغه کارپوه په خبره د بعضو دغو ماشومانو له پاره په بازار کي ۱۰۰۰ ډالره ادا کيږي. په سرپل ولايت کي هم د طالبانو يو ورته مرکز موجود دی. سېرېنکو وايي چي هلته ګڼ شمېر پاکستاني استادان هم په کار بوخت دي. نوموړی زياتوي چي د کندوز په پرتله د سرپل په مرکز کي د ځانمرګي روزنه صرف درې مياشتي وخت نيسي. د ماسکو دغه څېړنيز مرکز د نوامبر مياشتي په آخره کي د سرپل د طالبانو په مرکز کي ۶ ماشومان شمېرلي دي.

په مالټا کي د CSRC د بحراني څېړنو او مطالعاتو د مرکزی کارپوهه ناتاليا کاريتونوف وايي چي ترهګر په دې دليل له ماشومانو کار اخلي، ولي چي ماشومان ژر د خپلو هدفو کسانو اعتبار تر لاسه کولای سي. د کاريتونوف په وينا ماشومان کولای سي چي آسانه توګه ځان د هدف ځای ته ورسوي. د دغې کارپوهي په وينا د ماشوم ځانمرګو بريدګرو استعمال هم خپل حدونه لري. د بېلګي په توګه هغوی په موټري بمي بريد کي په کار نه سي اچول کېدلای. د نوموړې په وينا همدا وجه ده چي د ماشوم بريدګرو قيمت په افغانستان او پاکستان کي د بالغو بريدګرو په پرتله کم دی. ناتاليا کاريتونوف د آلمان ږغ ډويچه وېله سره په مرکه کي وويل چي زياتره وختونه ماشومان په دې نه وي خبر چي ورته چاودېدونکي توکي ورکول سوي. د هغې په وينا زياتره وختونه د ماشومانو په بې خبرۍ کي د ريموټ په مرسته چاودېدونکو توکه ته چاودنه ورکوله کيږي.

په افغانستان کي زیات اختطافونه

کارپوهه ناتاليا کاريتونوف وايي چي له افغانستان او پاکستان څخه داسي راپورونه سته چي ماشوم ځانمرګي بريدګر زياتره وخت اختطاف سوي او خرڅ کړل سوي وي. د هغې په وينا د وژل سوو وسله والو کسانو اولادونه هم زياتره وختونه دغو کمپونو ته رسيږي او بيا لاس پر لاس خرڅيږي.

اندرې سېرېنکو اټکل کوي چي داعش هم په سوريه او عراق کي ماشومان او ښځي ځانمرګي بريدونو ته چمتو کوي. د هغه په وينا داعش په افغانستان کي هم مراکز پرانستلي خو هلته صرف نارينه ؤ ته روزنه ورکوله کيږي. دغه کارپوه وايي چي په افغانستان کي د داعش په روزنيزو کمپونو کي ماشومان هم موجود دي خو تر اوسه پوري داسي شواهد نسته چي هغوی دي د ځانمرګو بريدګرو په توګه په کار اچول سوي وي. د نوموړي په وينا خو د طالبانو په باره کي دا خبره صدق کوی چي هغوی ماشومان په بريدونو کي په کار اچوي.

کارپوهه ناتاليا کاريتونوف
کارپوهه ناتاليا کاريتونوفانځور: privat

د دې له پاره د ماشومان روزل چي هغوی د بريدګرو ته توګه په کار واچول سوي، د پاکستان او افغانستان د القاعدې شبکې له خوا په دغو سيمو کي رامنځ ته کړل سوې پديده بلله کيږي. اندرې سېرېنکو وايي چي په دې ترڅ کي بايډ د ازبکستان رول هم له پاره ونه غورځول سي. نوموړی وايي: «څوک بايد دا په پام کي ونيسي چي د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي په افغانستان کي د ځانمرګي بريدونو د بهترينو استادانو په توګه پېژندل کېدل.» له همدې کبله اندرې سېرېنکو اټکل کوي چي دغه پخواي ازبکي وسله وال به اوس د داعش سره يوځای سوي وي.