1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيرمحمد کاکړ دېوان د بشپړېدو ۲۴۰ کاليزه ولمانځل سوه

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۳ خرداد ۱۸, یکشنبه

په کندهار کي د پښتو د مبتکر شاعر پيرمحمد کاکړ دېوان د بشپړېدو ۲۴۰ کاليزه په دوې ورځنۍ علمي څېړنغونډه کي ولمانځل سوه. دغه علمي غونډه د کندهار د اطلاعاتو فرهنگ رياست له خوا رابلل سوې وه.

https://p.dw.com/p/1CEZO
انځور: DW/I.Spysalai

په دغه علمي څېړنغونډه کي پريکړه وسوه چي د پيرمحمد کاکړ مقبره په اساسي ډول جوړيږي او په سيمنار کي ويل سوي مقالې به هم په کتابي بڼه تر لوستونکو پوري ورسيږي. پيرمحمد کاکړ د فقهي مسايلو په اړه د «هدايت المبتدي» په نامه ليکل سوې نسخه هم لري.

د دغي څېړنغونډي په ټولو مقالو کي پير محمد کاکړ د پښتو ژبي يو داسي شاعر، ليکوال او ښوونکى بلل سوى، چي په خپل وخت کي يې سيال نه لاره.

د څېړنغونډي د گډونوالو په قول، پيرمحمد کاکړ په پښتو ادبياتو کي ترخوشحال، رحمان او حميد بابا وروسته خپل ځان ته يو ځانګړى مقام او په زړه پوري سبک لاره:

«پيرمحمد کاکړ، په پښتو ادب کي د منځنۍ دورې يو له هغو شاعرانو څخه دى، چي د شعر ترڅنگ يې نثر هم ليکى او په دې اړه يې راپاته کتابونه موږ ته د لاري بل مشالونه دي.»

د پيرمحمد کاکړ، په شاعرۍ کي د هغه وخت د ټولو حالاتو د څرکونو ترڅنگ د نازکخيالۍ تغزلي الفاظ هم پکښي له ورايه څرگنديږي. دغه دېواني شاعر يو له ډېرو حقدارو شاعرانو او په احمدشاهي دربار کي پاته سوى سړى دى.»

د پيرمحمد کاکړ دېوان د څېړنغوندي گډونوال
د پيرمحمد کاکړ دېوان د څېړنغوندي گډونوالانځور: DW/I.Spysalai

پيرمحمد کاکړ د احمد شاه بابا د ارمان د بشپړولو له پاره د «معرفته
الافغاني» په نوم لومړى درسي کتاب په ١١٨٦هجري قمري کال کي وليکی.

د ادب استادان وايي چي کاکړ، ياد کتاب د احمدشاه بابا زوى شهزاده سليمان ته هم تدريساوه. دغه لوى شاعر پر دغه کتاب سربيره د «هدايت مبتدي» په نوم د فقهي کتاب په دري ژبه او يو پښتو دېوان لري، چي دا دى سږکال يې د بشپړېدو ۲۴۰ کاله پوره سول.

د ولسمشر حامد کرزي د فرهنگي سلاکار زلمي هيوادمل په خبره، فاضل استاد عبدالرؤف بېنوا د کاکړ د اثارو په اړه ليکلي دي، چي د دغه وتلي شاعر يو بل اثار، چي تاريخي بڼه يې درلوده هم پاته دی چي تر اوسه موندل سوی نه دی: «د بېنوا په قول، که چيري ياد کتاب وموندل سي، نو زموږ د تاريخ زيات کونجونه به روښان سي.»

پيرمحمد کاکړ په ١١٢٠ هجري قمري کال کي د سويلي پښتونخوا په ږوب سيمه کي زېږېدلى او تر ١٢١٦هجري قمري پوري يې ژوند اټکل کيږي.

کاکړ د لوى احمد شاه بابا په وخت کي کندهار ته راوغوښتل سو، څو دلته د پښتو ژبي د دفتري کولو له پاره کار وکړي.

د دغي علمي غونډي په دويمه ورځ د پريکړه ليک د جرگگۍ له خوا درې مادې ولوستل سوي:

لومړی، د پيرمحمد کاکړ مقبره، چي له نابودۍ سره مخامخ ده، په ښکلي ډېزاين او ساختمانۍ جوړيږي. دويم، په سيمينار کي ويل سوي مقالې به په يوه ټولگه کي چاپ او خپريږي او دريم د کاکړ اثار به يو وار بيا په ښه صحافت چاپيږي.

په دغه علمي څېړنغونډه کي د ولسمشر حامد کرزي پر فرهنگي سلاکار وزير زلمىي هيوادمل سربيره د علومو اکاډمۍ، کابل، کندهار او ننګرهار پوهنتونونو استادانو، شاعرانو، روښان فکرانو او ژورناليستانو ګډون کړى وو.