1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پوځ له پاره دي مالي صندوق جوړ سي»

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۱۱, سه‌شنبه

ولسي جرگې پر حکومت غږ کړی دی چې د امنيتي ځواک د سمبالولو له پاره دي يو ملي مالی صندوق جوړ شي. څو ورځي د مخه د افغانستان د بيا رغاوني د څار امريکايي اداري ويلي ول چي افغان امنيتي ځواک ته دي د روسۍ الوتکو رانيول بند شي.

https://p.dw.com/p/190Df
epa03611749 Afghan Parliamentarians listen to a speech by President Hamid Karzai (not in picture) during the opening session of Afghan Parliament in Kabul, Afghanistan, 06 March 2013. Karzai attended the opening session of the joint Afghan Parliament as it entered the third year of its constitutional five-year term. EPA/S. SABAWOON +++(c) dpa - Bildfunk+++
Parlament Afghanistan 2013انځور: picture alliance / dpa

د افغانستان د ولسي جرگې استازو د سه شنبې د ورځي (۲۰۱۳ کال د جولای ۲) په غونډه کي وويل چي د امنيتي ځواک د سمبالولو له پاره دي يو ملي مالي صندوق جوړ شي چي هر افغان وکولای شي له خپل توان سره سم ونډه پکښې واخيستلای شي.

د ولسې جرګې غړي سایمه خوګیاڼۍ په غونډه کې وویل، که چیري داسي یو صندوق رامنځ ته شي هر افغان به د خپل توان سره سم پکې برخه واخلي او په ميلیاردونو افغانۍ به د افغان امنیتي ځواک د سمبالولو له پاره را ټولي شي:

«زه پر خپلو خویندو، میندو او ورونو باندي غږ کوم، چي که چیري د افغان ځواکونو د سمبالولو له پاره لاس په کار شي نو هر څه کولای شي. زه ډاډه يم چي هغوی به حتی خپلي ګیڼې خرڅي کړي او خپلو ځواکونو ته به یې د وسلو د خریدارۍ له پاره په واک کې ورکړي.»

د ولسي جرګې غړې پر داسي مهال د پوځيانود سمبالولو له پاره د يوه ملي صندوق د جوړیدو غږ کوي چې په خبره يې بهرنیو متحدینو تر اوسه پوري هم د افغان ځواکونو له پاره د درنو وسلو او هوایي ځواک د برابرولو ژمني نه دي پوره کړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکو په وار وار دا ويلي دي چي هوايي ځواک يې د څرخي او ترانسپورتي الوتکو د نه شتون له ستري ستونزي سره مخامخ دی.

خو څو ورځي وړاندي د افغانستان د بيا رغاوني بهير د څار ادارې په يوه رپوټ کي ويلي ول چي افغان امنيتي ځواک مسلکي توان نه لري چي په عملياتو کي له الوتکو څخه کار واخلي.

په دغه راپور کي د دغي ادارې د مشر په حواله راغلي ول چي افغان امنيتي ځواک ته بايد د روسۍ الوتکو د رانيولو پروژه ودرول شي.

تر دمخه امريکا ويلي ول چي د افغان امنيتي ځواک د تجهيز له پاره به ۷۵۰ ميليونه ډالره مصررف کړي.

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو وياند جنرال فلډمن وايي چي په دغه هيواد کي يې اوس او وروسته يوه موخه دا ده چي افغان امنيتي ځواک به روزي او تجهيزوي.

هغه په کابل کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «نړیوال ایتلافي ځواکونه اوس حمایوي رول لوبوي، خو موږ دې ته ژمن یو چې هم دا اوس او هم تر۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو سمبالولو ته دوام ورکړو. زموږ یو هدف هم دا دی چې افغان ځواکونه تجهیز او پر خپلو پښو ودریږي.»

د افغان ځواکونو د سمبالولو په اړه پر داسي مهال بحثونه را پورته کیږي چې حکومت هم څه موده دمخه د امنيتي ځواک د تجهیز له پاره د نزدې۱۷۰ ميلیونه ډالرو بودیجي د ځانگړي کولو خبر ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ته دنده سپارل شوې ده چې له ملي عوایدو څخه شپیته ميلیونه امریکايي ډالره د درنو وسلو د ترمیم له پاره او نزدې سل ميلیونه نور د پنځو پوځي روسۍ انتونوف ترانسپورتي الوتکود خريدارۍ له پاره ځانگړي کړي.